د کندوز والي ځمکې غصب کړي دي

د کندوز ولایت اوسېدونکي وايي، د دې ولایت والي اسدالله عمر خېل په یو ښارګوټي کې دوه نمرې ځمکه غصب کړې او د ودانۍ جوړولو چارې یې پیل کړي دي.

دوی وویل، له اعتراضونو وروسته د اسدالله عمر خېل او د کندوز ښاروال ملاتړو کسانو اعتراض کوونکو ته خبرداری ورکړی دی.

د والي او ښاروال ملاتړو اعتراض کوونکو ته ویلي، که په چارو کې یې لاسوهنه وکړي څارونوالي ته به یې معرفي کړي.

د سیمې خلک وايي، د والي کسانو له شپې په ګټې سره سیمې ته ودانیز توکي وروړي دي.

دغه ځمکې د کندوز په مهمو او قیمتي سیمو کې دي

د کندوز د مدافع وکیلانو خپلواکې ټولنې سرلارو سلام وطندار ته وویل، د والي له خوا غصب شوې ځمکه د دې ټولنې ده او د دوی له همغږۍ پرته په نیولي شوې ځمکه کار پيل شوي، چې اوسمهال یې د جوړولو چارې درول شوي دي.

د دې ټولنې مشر احمد شاه عرب‌زاده وايي، د کندوز والي دوی ته ویلي، هغه لګښت چې په دغې نمرې شوی دی ور دې کړي او دی به یې په مقابل کې ځمکه بېرته تسلیم کړي.

عرب‌زاده وايي، د کندوز والي ورته ویلي، د دې په پاره یې د مدافع وکیلانو ټولنې په ځمکه د ودانۍ جوړلو چارې پیل کړي، تر څو د ځمکې اصلي خاوندانو ته ټکان ورکړي.

خو د کندوز د والي ویاند سید محمود دانش د والي له خوا د ځمکې غصب ردوي او وايي، د ښارګوټي اوسېدونکو او حکومتي پلاوي ترمنځ داسې هوکړه شوې وه، که ښار ګوټي کې ویشل شوې نمرې یې خاوندان جوړې نه کړي بېرته به يې نمرې مستردې شي.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، مسوولینو ورته خبرداری ورکړی په دې برخه کې به له رسنیو سره خبرې نه کوي.

بل خوا د کندوز ښاروال نجیب الله عمر خېل سلام وطندار ته وویل، هېڅوک يې له رسنیو سره د مرکو په اړه ګواښلي نه دي او هېڅکله به چاته د ځمکې غصب اجازه ورنه کړي.

د ریپوټونو له مخې د کندوز والي اسدالله عمر خېل په دې وروستیو کې د قرباني شویو امنیتي سرتېرو حقونه د هغوی د کورنیو په ځای د وسله والو طالبانو کورنیو ته ورکړي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام