د کندوز تازه جزیات: د مړو شمېر ۲۹ تنو ته ورسېد

د کندور ولایت چارواکي وايي، چې تېره ورځ په دغه ولایت کې د ځانمرګي له امله د مړو شمېر ۲۹ ته رسېدلی او شاوخوا ۱۹ ټپیان شوي دي.

دغه برید تېره ورځ د (اګست پر ۸مه) د کندوز ولایت د خان اباد ولسوالۍ په شوراب نومي سیمې کې د وسله والو طالبانو له خوا شوې وه.

د سیمې اوسېدونکي وايي، په کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي په داسې مهال وچاودېدل، چې د یو غیر مسول قومندان کسان د کلي پر لور روان وو.

د خان اباد ولسوالۍ اجرايي رییس قدرت الله ساپي سلام وطندار ته وویل، چې له پرونۍ پېښې وروسته یو شمېر مړي او ټپيان خپلو کورونو ته ولېږدول شول او له دویم ځلي ارزیابۍ وروسته معلومه شوه، چې د مړو شمېر ۲۹ تنو ته رسېدلي وو.

د هغه په خبره، د دغې پېښې ۲۵ تنه د یوې غیر مسولې ډلې غړي او د ۲ ماشومانو په ګډون ۴ تنه ملکي وګړي دي. هغه زیاته کړه، چې په دغه برید کې ۴ وسله وال او ۱۵ ملکي وګړي وو.

طالبانو د خبرپاڼې په خپرولو سره د دغې پېښې مسولیت پر غاړه اخیستی دی.

د ساپي همدارنګه وايي، چې د دې پېښې په مړو شوو کسانو کې د غیر مسولو وسله والو د مشر قومندان قدیر په ګډون ۴ نور قومندانان هم وژل شوي دي.

طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي، چې برید یې د سیمه ییزو پولیسو پر یوه ګروپ کړې، چې د ګڼو سیمه ییزو پولیسو په ګډون په کې د قدیر په نامه چې د قدیرک په نامه مشهور و، وژل شوي دي.

طالبانو ویلي، چې په دې پېښه کط ۳۱ تنه وژل شوي او ۲۶ تنه ټپیان دي.

دا په افغانستان کې د جمعې ورځې راهیسې درېیم ځانمرګی برید دی.

د جمعې پر ورځ په کابل کې بېلابېلو پېښو ۵۱ تنه ووژل او په سلګونو نور یې ټپيان کړل.

ولسمشر غني دغه بریدونه د طالبانو کار ګڼي او وايي، چې طالبان غواړي د دغو بریدونو په واسطه د دوی په منځ کې د راپيدا شوو اختلافاتو په اړه د خلکو ذهنونه مشغول کړي.

د کورنیو چارو وزارت دغه پېښه غندلې ده او ویلي یې دي، چې له طالبانو به د تویو شوو وینو غچ واخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام