د کندهار په شاه ولیکوټ کې ناامنيو او قاچاق ۱۵ ښوونځي تړلي دي

په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې ۲ ښوونځي پرانیستي دي

د کندهار د شاه وليکوټ ولسوالۍ د ولسي شورا غړي وايي، چې دوی ته په تشکیل کې ۱۷ بابه ښوونځي ورکول شوي؛ خو اوس مهال د ناامنیو او نشه توکیو د قاچاق له امله یوازې دوه بابه هغه پرانیستي او نور تړلي پاتي دي.

د شاه ولیکوټ ولسوالۍ قومي مشران وايي، د ولسوالۍ په کچه ۷۲۰ کوچني او غټ کلي لري، چې ۲ بابه پرانیستي ښوونځي د دوی د اولادونو د زده کړې له پاره بېخي بسنه نه کوي.

په دې ولسوالۍ کې هېڅ جلۍ ښوونځي ته نه ځي.

د شاه ولیکوټ د ولسي شورا غړي حاجي ظاهرجان سلام وطندار ته وویل، چې ناامنیو د دوی د ولسوالۍ اکثره خلک بې ځایه کړي او که پاملرنه ورته ونه شي؛ دوه بابه پرانیستي ښوونځي به هم وتړل شي.

د کندهار ولایت د پوهني ریاست مطبوعاتي مسوول نظرمحمد صمیمي هم مني، چې په دې ولسوالۍ کې دوه ښوونځي پرانیستي دي.

دی وايي، چې دا مهال په یاده غرنۍ ولسوالۍ کې د وزیرشاه ولي خان په نامه یوه لېسه او د ویان په نامه یو ښوونځی فعال دی.

د کندهار د پوهنې ریاست مسوولان: په شاه ولي کوټ کې د نجونو یو ښوونځی هم نه شته

صمیمي زیاتوي، چې په دواړو ښوونیزو مرکزونو کې ۶۰۰ هلکان په زده کړو بوخت دي او د نجونو له پاره هېڅ ښوونځی نه شته.

د پوهني ریاست هم د تړل شویو ښوونځیو ستر علت ناامني ګڼي، وايي، که په شاه ولیکوټ کې امنیتي حالات ښه شي؛ دوی د ښوونځیو د تشکیل په ګډون ټول تجهیزات رسولی شي.

د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د ولسي شورا یو بل غړي حاجي ګلبدین بیا په ټینګار سره وايي، چې دوی له دولت سره همکاري کوي؛ خو د دولت پاملرنې ته هم کلکه اړتیا لري.

د نوموړي په خبره، د دوی له ولسوالۍ نه د کندهار ـ روزګان د لويې لارې تېرېدو او له هلمنده د قاچاق وړونکیو تګ ـ راتګ ناامني جوړه کړې ده، چې تر ټولو ستر زیان یې دوی ته رسېږي.

دی غوښتنه کوي، که چېرې یې دغه ستونزه حل شي؛ نو د ښوونځیو د بېرته پرانیستل کېدو تر څنګ به بیارغوونه هم وده وکړي.

شاه ولیکوټ ولسوالي د کندهار ښار شمال خوا ته پنځوس کیلومټره لېرې د روزګان ـ کندهار پر لویه لاره پرته غرنۍ ولسوالي ده.

دا ولسوالي د احصايې د شمېرو له مخې (۴۴۲۸۲) تنه اټکلي نفوس لري، چې نږدې نیمايي يې ښځې دي.

دا ولسوالي د روزګان او زابل پر ولایتونو سربېره د کندهار د دوو ناامنو ولسوالیو (نېش او میانشین) سره هم ګډه پوله لري؛ ځکه خو يې اکثره وخت امنیت هم څپڅپانده وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام