په کابل کې د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت په د خولي دروازه کې ځانمرګي برید شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت وايي، په دې پېښه کې ۱۲ تنه وژل شوي دي او ۳۱ تنه نور ټپيان دي.
پېښه د وزارت کارکوونکیو د راوتلو پرمهال شوې ده.
تراوسه پورې هېڅ وسلهوالې ډلې د دې پېښې مسوولیت اخیستی نه دی.