د کشمیر موټر بم؛ ۴۰ سرتېري وژل شوي

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پاکستان مېشتې جییش محمد نومې ډلې یو موټر بم برید کې ۴۰ هندي سرتېري وژلي.

د سیمې امنیتي چارواکیو ویلي چې له چاودېدونکیو توکیو یو ډک موټر د امنیتي موټرو له کاروان سره ټکر شوی او چاودنه یې کړې‌ده.

برید د سرینګر او جمو سیمو تر منځ د لویې لارې اوږدو کې شوی چې سخت امنیتي تدابیر پرې نیول شوې‌وي.

چارواکي وايي، د سختو ټپونو له امله ښايي د وژل شویو شمېر ډېر شي.

د اي ایف پي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي، پاکستان مېشتې جېش محمد د کشمېر رسنیو ته په یوې لېږلې خبرپاڼې کې ویلي، دغه برید د دوی یو ځانمرګي کس کړی‌دی.

له ۱۹۸۹ کال راپه‌دېخوا د هند واکمنۍ خلاف کشمیر کې د وسله والو له فعالیتونو پیلېدو تر اوسه دا تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.

د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي په ګډون ډېرو هندي چارواکیو دغه برید سخت غندلی او عاملانو ته یې د سختې سزا ورکولو خبرداری ورکړی‌دی.

افغان ولسمشر محمداشرف غني هم د یو ټویټ په کولو سره په کشمیر کې دا موټر بم برید په سختو ټوکو سره غندلی دی او د وژل شویو سرتېرو له کورنیو او ټول هندي ملت سره یې خپله خواخوږي شریکه کړې‌ده.

پاکستان او هند دواړه پر کشمیر دعوه لري او هر یو یې پر نیمایي برخې کنترول لري.

دا پاکستان هند د اړیکو ترینګلتیا ته په کتو د چارو شنونکي وړاندوینه کوي چې له‌دې برید سره به د دواړو هېوادونو تر منځ تاوتریخوالی ډېر شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام