د کرکټ ملي لوبډلې راتلونکی روزونکی به څوک وي؟

د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي اوسمهال د پاکستاني انضمام الحق د استعفا له منلو وروسته د کرکټ ملي لوبډلې له پاره د بل روزونکي په لټه کې دي، خو دا معلومه نه ده، چې د لوبډلې له پاره به څوک د روزونکي په توګه وګوماري.

د کرکټ بورډ چیرمین نسیم الله دانش په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي، چې له خپلو کرکټ مینوالو سره ژمنه کوي، له انضمام الحق نه به ښه روزونکي په دنده وګوماري.

د نوموړي په وینا، هڅه به وکړي، چې د یو بل ښه روزونکي په ګومارلو سره به د افغان کرکټ ملي لوبډلې او د لوبډلې د مینوالو رضایت ترلاسه کړي.

نسیم الله دانش له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د مشر روزونکي په توګه د پاکستاني روزونکي انضمام الحق د پرېکړې ننګه وکړه، چې په وینا یې هر کس ته د خپل هېواد ګټې لومړیتوب لري.

د کرکټ بورډ عمومي مشر ویلي دي، چې د انضمام الحق د استعفا منلو له پاره له دوی نه د پاکستان کرکټ بورډ ادارې په وار، وار غوښتنه کړې او بلاخره یې ورسره منلې ده.

د افغان کرکټ بورډ او انضمام الحق ترمنځ د یو کلن تړون له مخې باید دواړو لورو د دندې پرېښودو یا روزونکي رخصتولو له پاره ۳ میاشتې وړاندی یو بل ته خبر ورکړای وای، خو انضمام الحق له دغه تړون سرغړونه وکړه.

افغان کرکټ بورډ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، چې دا کار یې له پاکستان کرکټ بورډ سره د ښوو اړیکو لرلو له کبله کړی دی.

د نسیم الله دانش په وینا، چې انضمام الحق یو بهترینه روزونکې و، افغان کرکټ ملي لوبډلې ته یې په ډېر کم وخت کې ډېر مهارتونه ور وښودل.

د نسیم الله دانش په وینا، انضمام الحق له افغان کرکټ بورډ سره د دندې په پرېښودو کې خپلواکه و.

انضمام الحق د تېر ۲۰۱۵ کال په وروستیو کې د یو کال له پاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر رووزنکي وګومارل شو، چې شاخوا له  ۶ میاشتو روزنې وروسته افغان کرکټ ملي لوبډله په نړیوال کرکټ کې د یوې پرمختللې لوبډلې په توګه را ښکاره شوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام