یوه سرچینه وايي چې د کرامالدین کریم د نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې څو ټانګونه او شپږ هليکوپټرې کارول شوې دي.
دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ویلي چې د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو د څېړنې رییس د پنجشېر ولایت د ځانګړو ځواکونو له قوماندان سره د ولایت د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره دغه ولایت ته ورغلی و.
د سرچینې په وینا، یاد کسان په پنجشېر کې شپه کوي او د دویمې شپې په نیمايي کې یې د ځانګړو ځواکونو لسګونه سرتېري له ټانګونو او د کومانډو له هليکوپټرو سره پنجشېر ته ورځي.
ځانګړو ځواکونو پنجشېر ته له ورتګ سره سم د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو د څېړنې رییس په مشري د کرامالدین کریم د نیولو عملیات پیل او کور یې کلابندوي.
د کرامالدین کریم د کور له کلابندۍ وروسته، د سیمې اوسېدونکي وسلې را اخلي او له امنیتي ځواکونو سره نښته پیلوي. ویل کېږي چې په یاده نښته کې څو کسان ټپیان شوي، خو تر اوسه یې کره شمېر نه دی معلوم ـ او ځانګړي ځواکونه سیمه پرېږدي.
د پنجشېر امنیه قومانداني د دغې نښتې په اړه څه نه وايي، خو ویل کېږي چې د یادې قومانداني سرپرست د معلوماتو وړاندې کولو لپاره کابل ته را غوښتل شوی دی.
د پنجشېر د والي مرستیال محمدامین صدیقي هم مني چې د کریم د نیولو عملیات د هوايي او ځمکنیو ځواکونو له لوري شوي او په وینا یې، له محلي ادارې سره یې په اړه همغږي نه وه شوې.
د نوموړي په وینا، د پنجشېر د استیناف څارنوالي ویلي، که د کرامالدین کریم د نیولو حکم ور لېږل شوی وای، دغو نظامي اقداماتو ته اړتیا نه وه.
دغه عملیات د پنجشېریانو له توند غبرګون سره مخ شول. دوی وايي چې د مجرمانو ملاتړ نه کوي، خو د حکومت د مرکزي او محلي ادارې ترمنځ نه همغږي لامل شوې چې خلک د امنیتي ځواکونو پر وړاندې وسلې واخلي.
د پنجشېر یو اوسېدونکی وايي، کله چې امنیتي ځواکونو د کریم کور کلابند کړ، خلک نه پوهېدل چې دا کار امنیتي ځواکونو کړی که ترهګرو ډلو.
موږ وغوښتل چې په دې اړه د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نظر هم واخلو، خو هغوی په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه شول.
د فوټبال فدراسیون مخکینی رییس کرامالدین کریم د فوټبال لوبډلې د ښځینه لوبغاړیو پر ځورونې تورن دی. محکمې هم هغه په غیابي غونډو کې مجرم پېژندلی او پر بند یې محکوم کړی دی. د فوټبال نړیوال فدراسیون هم د تل لپاره نوموړی له سپورټي فعالیتونو نه محروم کړی دی.