هغه وخت چې ساینس پرمختګ نه و کړی نو په پخوانيو تمدونونو کې به دیلدا شپه چې د موسم تر ټولو اوږده شپه شمارل کيږي په ځانګړو مراسمو سره لمانځله.
ددغې لمانځې طور او طریقې په بېلا بېلو ټولنو کې بېلې بېلې وې او دخپلو رواجونو او عنعناتو په رنګ کې به یې دغه محفلونه جوړول.
ددې شپې د مخینې په اړه بېلا بېل نظرونه وړاندې شوي او علت یې همدا دی، چې د دې شپې یا د دې شپې سره نږدې ځینې اسطورې وجود لري او دهغې له مخې په بېلا بېلو ټولنو کې د دې شپې خپل خپل تفسیرونه شوي دي.
همدا شپه په اروپايي هیوادونو کې بیا ډیر نزدیکت د حضرت مسیح له زیږدنې سره لري خو په ختیځ کې او بیا د ختیځ په ځینو سیمو کې د دې شپې اړوند تصورات بېل بېل دي.
په هندوستان کې ددې شپې سره ځینې اسطورې تړل شوي دي. دهند په پخواني تمدن کې د دې شپې فلسفه دا وه، چې په دې شپه د نیکۍ خدای د بدۍ پر خدای لاس بری کيږي او نتیجه کې اهریمن شکست خوري او اهورا مزدا بریا مومي.
د اریایي تمدن ددې تعبیر ریښې مذهبي تصوراتو سره اړیکې لري. یعنې ددې شپې لمانځنه یو ډول مذهبي رسم ګڼل کېده.
نو ځکه به بیا په دې شپه هغوي د روحاني سرودونو محفلونه جوړول، خو بیا په هند کې د زمان په تېرېدو ددې رسم او په اړه یې د فلسفې لید لوری بدل شو.
بل لورې د یلدا شپې په اړه په ختیځ کې بل تصور د بلخ د پخواني تمدن او د زردوشت د تعلیماتو سره اړیکه لري.
زردوشت په خپلو تعلیماتو کې ددې سيمو خلکو ته د کر کیلې سپارښتنه هم وکړله. پخوا تر هغې ددې سيمې خلک په چوپانۍ او د مالونو په ساتنه بوخت وو او خپلې ورځنۍ چارې به یې دهمدې مالونو څخه په لاسته راوړو حاصلاتو تېرولې.
زردوشت هغوي ته سپارښتنه وکړله، چې په ځمکه کې کر کیله وکړي هغه خلک چې د زردوشت پلویان و هغوي یې خبره ومنله او په کر کیله یې پېل وکړ.
هم هغه و، چې ددوي خلکو ټولې چارې دلمر په خوځښت پورې وتړل شوې، د فصلونو د موسم تعین، دو ختونو تقسیم او دمهالویش جوړول ټول دهمدې لمر د حرکت سره تړلي و. هغوي خلک دلمر په حرکت ډير پوهیدل.
د قوس ورستۍ شپه او د جدي لومړۍ ورځ د لمریز نظام له مخې د فصل تر ټولو اوږده شپه او دفصل لومړۍ هغه ورځ چې ورځ پکې غزېدلې وي شمارل کېدله.
ددې شپې په تېرېدو سره د خزان موسم پای مومي او د ژمي موسم پېل کيږي.
هغه بزګران چې کرکیله یې د رزق او ژوند تېرولو وسیله وه هغوي به د خزان پر مهال د فصل د نشت سره مخ شوي و. او یوه داسې مرحله به وه، چې دهغوي د فصل او ځمکې د کښت له پاره به اقلیمي چاپیریال جوړ نه و.
هغه خلک چې د زیرمو دود پکې کم و نو ددې موسم څخه به خوښ نه و، له همدې امله به یې د قوس په ورستۍ شپه دخوښۍ مراسم نیول. او د یو داسې فصل د اغاز څار به یې کوه، چې ددوي په ورځني ژوند نیغ په نیغه اغیزه یې لرله.
دا چې د فصل د زرغونېدو علت د لمر ګردش ګڼل کېده نو هغوي د یو داسې لمر انتظار کوه، چې د فصل د زرغونېدا لړۍ ترې پېل شي.
دجدي له لومړۍ نیټې به ورځې هم د خزاني موسم په پرتله اوږدې شوې او دهغوي له پاره به کاري فرصتونه زیات شو او هغه تشه چې د خزان په موسم کې به رامنځته شوې وه دهغې د ډکولو له پاره به یې زحمت ګاله. نو ددې شپې د لمانځې او خوښيو نیغ په نیغه اړیکه دهغوي د ورځني او مادي ژوند سره وه .
همدا علت و چې د هند په پرتله دغه شپه په بلخ او دزردوشت مفکورې تر اغیز لاندې سیمو کې په نورو رسمونو او دودونو لمانځل کېدله.
دلته یې مذهبي رنګ کم او مادي رنګ زیات و. نو ځکه به ددې شپې لمانځنه د مستۍ په محافلو کېدله. دموسیقۍ، د شراب خورۍ، د رقص او ګډا ګانو لمانځل کېدله.
هغه خلکو چې شتمن به و ددې شپې له پاره به یې ځانګړي محافل جوړول چې هر ډول عیش او عشرت به پکې کېده. د ځمکو بادارانو به د ځان له پاره دیوې پر ځای څو جینکۍ راغوښتلې او دهغوي سره به یې دا اوږده شپه په ويښه په مستۍ او خرمستۍ کې تېروله. تاسې وګورۍ اوس مهال په افغانستان کې او ایران او تاجکستانکې په دې شپه له تازه میو څخه ګټله اخیستل کيږي، پخوا هم همداسې و چې دې موسم کې به هغوي تازه میوې ددشپې په لمانځنه کې کارولې.
خو دهمدې شپې په اړه بیا په شمالي او جنوبي کوریا کې نور تصورات موجود و. دهغوي په نظر د یلدا شپه چې تر ټولو اوږده شپه ده دا به د کال ورستۍ شپه ګڼل کېدله او په اړه به یې ویل چې له دې شپې وروسته به بیا یا بله ورځ راشي یا نه. نو دهمدې له پاره به یې دخپل ژوند وروستۍ شپه ښه رنګینه جوړه کړله، خو چې کله به سهار بیا لمر را وښته نو هغوي به چې دلمر څرک ته به څک و چې کله به یې د لمر څرک وکتلو نو چک چکې به یې کړلې او دخوشالۍ سرودونه به یې پېل کړل.
خو اوس چې زرګونه کلونه تېر شوي، په ختیځ او دنړۍ په ځینو نورو برخو کې ددې شپې په اړه تصورات هم بدل شوي او دلمانځنې طریقې هم. اوس تر ډيره د فرهنګي کړيو او د عاشق مزاجه خلکو په منځ کې دغه شپه یادول کيږي.
د اخلاقي پلوه ددې شپې په لمانځنه یا نه لمانځنه نظر نه ښکاره کول غواړم ولې د ټولنیزې هماهنګۍ او دکورنيو د را نږدې کېدو له پاره دا ډول فرهنګي دودونه ډير ګټور دي، دا چې څوک یې څنګه لمانځي ممکن په اړه یې خپله پرېکړه وکړلی شي؛ خو کورنيو او دفرهنګ لرونکو قومونو له پاره د رایوځای کېدو دا ډول بهانې ډيرې اړینې دي.