طالبانو نن (سه شنبې) د سهار په ۵ بجو د علي اباد – کندوز مسیر د شینې تپې په سیمه کې له ۴ موټرو ۱۸۵ تنه مسافر برمته کړي دي.
د کندوز ولایت د امنیت امر معصوم هاشمي وايي، چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښته کې یوازې ۳۵ تنه مسافر له طالبانو سره پاتې شوي دي او نور یې ترې ازاد کړي دي.
د امنیت امر وايي، چې د یرغمل نیولو انګېزه تر اوسه معلومه نه ده او زیاتوي، چې هرومرو به دغه مسافر د طالبانو له منګولو وژغوري.
نوموړي همدا ډول وویل، چې "طالبان د دغو مسافرو د وژلو نیت لري".
دی وايي، چې د برمته شویو مسافرو د لېږدولو پر وخت ۱۴ تنه یې وژل شوي دي.
د کندوز د امنیت امر وايي، چې دغه مسافر له کابله د تخار په لوري روان وو.
ویل کېږي، چې زیات شمېر مسافر د تخار او بدخشان اوسېدونکي دي.
د تخار ولایت د پولیسو د امنیت امر په خبره، طالبان هڅه کوي، چې دغه مسافر چهاردرې ولسوالۍ ته ولېږدوي.
د برمته شویو وګړیو په ډله کې ښځې او کوچنیان هم شامل دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.