د کورنیو چارو وزارت وايي، ددغه وزارت اړوند شپږ امنیتي چارواکي یې کابل ښار کې د نشهيي توکيو د قاچاق د یوې لویې شبکې د رهبري کولو په تور نیولي دي.
د ياد وزارت وياند نصرت رحيمي وايي چې له دې ډلې د کابل د امنيې قومندانۍ له نشهيي توکيو سره د مبارزې مدير میاناحمد احمدي له پنځو نور کارکوونکيو سره نيول شوی دی.
نوموړی وايي، د کابل د امنيې قومندانۍ له نشهيي توکيو سره د مبارزې مدير له کابله د تېښتې پر مهال د پروان په سالنګ کې نيول شوی دی.
د نصرت رحیمي په وینا، ددې شبکې مشر په کابل ښار کې د نشهيي توکيو د وېشلو پراخ فعالیت درلود او د نشهيي توکيو لوی قاچاق وړونکی و.
رحیمي وايي، له دغه لوی قاچاق وړونکي سره پنځه کسه نور هم نیول شوي چې یو يې د کابل د پنځمې امنیتي حوزې د نشهيي توکيو د مبارزې د کشف امر اجمل، د کابل د نشهيي توکيو د مبارزې د عملیاتي ډلې قومندان عبادالرحمان، کابل پولیسو کې د نشهيي توکيو د مبارزې برخې د کیمیاوي موادو د کنټرول مرستیال اللهداد، د تحلیل او ارزونې مدیر فریدالله او د کابل د نشه يي توکيو د کشف امر لمر شامل دي.
د کورنیو چارو وزارت په تېره یوه میاشت کې د نشهيي توکيو د قاچاقبرانو پر وړاندې د ۴۴ هدفمن عملیاتو خبر هم ورکوي او وايي، د يادو عملياتو پر مهال له قاچاقيانو ۲۲۳ زره او ۸۴۱ کيلو نشهيي توکي نيول شوي.
د ياد وزارت وياند همداراز وايي، په تېره یوه میاشت کې کابل کې په قتل، جرم، غلا او لوټمارۍ تورن ۳۷۱ کسان نیول شوي او دوسیې یې عدلي او قضايي بنسټونو ته استول شوې او په ټول هېواد کې ۱۷۷۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې کابل کې جنايي پېښې ډېرې شوې وې او د خلکو اندېښنې يې راپارولې وې.