د ښې روغتیا او روغې سټې په پار

په ټوله نړۍ کې وقايوي طب يوه بشپړه او اړینه طریقه د طبابت پيژندل شوې ده او په خپل وخت خورا مهمه او د پام وړ څانګه ده، چې اهمیت يې د نړۍ د بیلا بیلو طبي پوهانو له لوري په ګوته شوی دی؛ روغتيايي څېړونکي او پوهان ټول په دې آند دي، چې د طب دا څانګه تر ګردو اړینه، ګټوره، پراخه او د ښې پايلې لرونکې  ده.

عیسی ع سلام  يوه ښه طبیب وو، چې طبابت يې اسمان ته له ختو سره سم پای ته ورسېد، خو زموږ ګران پيغمبر، چې د نړۍ یو لوی د وقايې طبیب وو او په  دې اړه يې ارشادات ورځې تر بلې د پراختیا په حال کې دي، په پلې کولو سره يې اسلامي امت ته هم خورما او هم ثواب حاصلېږي.

۱ـ  مسواک ( د غاښونو برس) چې نن ورځ يې ګټې او فايدې درستې نړۍ ته په ثبوت رسېدلي، د خوراک پر مهال وړه ګوله کول، له زیاتو خوړو څخه ډډه کول، له نامحرمو ښځو سره له جنسي نږیدوالي پرهیز کول يې د بیلګې په ډول يادولای شو، پورته مثالونه مشت نمونه يې خروار دي، چې دې ورته د بې شمېره ارشاداتو په عملي کولو سره يې ننۍ نړۍ له راز راز روغتيايې ستونزو څخه  د خلاصون  په  درشل کې قرار لري.

د حضرت محمد ص طبي سپارښتنې به تر هغه وخته پورې تر څو چې دا نړۍ ودانه وي دوام لري او بشر به يې له هرې يوې څخه د خپل پايښت او روغې سټې د لرلو له پاره  ګټه پورته کوي؛ په اړه به يې د نړۍ څېړني او لاسته راوړنې ورسره جوخت د دوام په حالت کې وي او دي .

د روغتيا اړوند د پيغمبر ع  اکثره سپارښتنې په وقايې پورې اړوندې دي، ځکه خو د طب د وقايې څانګه تر بلې هرې څانګې زیاته د پاملرنې وړ ګرځېدلې.

۲ـ  طبي سلا مشورې له اشخاصو او طبي پرسونل څخه او د دغو مشورو پلی کول د ټولنې د وګړو په واسطه  له ناروغيو څخه د خوندي ساتلو تر ګردو غوره لاره ده.

۳ـ  مراقبت او څارنه:  په هره ټولنه کې چې د يوې ناروغۍ په وړاندې څومره جدي او توند مراقبت شتون ولري په هماغه اندازه يې په راتلونکې کې مصرف او لګښت را کمېږي .

۴ـ  د طبي لابراتواري ازموينو د لګښت په کچه کې  ټيټوالی را وستل:  د  ټولو طبي لابراتواري ازموينو په زیاتو لګښتونو باندې باور مه کوئ، تر څو چې د خپلې ناروغۍ په جدیت، نازکوالي او د ستونزمن حالت د را منځ ته کېدو په حالت باندې باوري شوې نه یاست، ځکه چې ډېر کله د ځينو ډاکټرانو له لوري يو لړ لابراتواري ازموينې عادتا توصيه کېږي يا هم له بده مرغه ځينې ډاکټران له لابراتوارونو څخه فیصدي اخلي.

هیڅ ډاکټر حق نه لري، چې د ناروغ له اجازې پرته هر ډول طبي ازموينې  توصيه کړي.

۵ـ  هیڅ وخت له خپل  سرو  او بې ضرورته درملو څخه استفاده مه کوئ، ځکه چې له ناروغيو څخه په  خونديتوب کې درمل هومره رول نه لري لکه څومره چې ستاسو له لورې د خپلي روغتيا په اړه فکر کول رول لري؛  يا په بله مانا د روغتيايې ستونزې په له منځه وړلو کې درمل هومره موثر نه دي لکه د وقايې په اړه يې فکر کول .

۶ـ  د هرې ناروغۍ د له منځه وړلو له پاره په خپل وخت متخصص ډاکټر ته مراجعه کول تر ټولو ښه لاره ده، په دې کې شک نشته، چې په خپل وخت ډاکټر ته ورتګ، د ډاکټرطبي پوه او تجربه  ستاسو د اقتصادي لګښت او د ناروغۍ په ژر او پر وخت تشخيص کې رغنده رول لري.

ناروغ باید د خپلې ناروغۍ په تشخیص باندې وپوهېږي او د خپلې ناروغۍ په اړه يې، چې تر دا مهاله کومه درملنه کړې ده په هغې باندي وپوهول شې او پردې باندي هم پوه شئ، چې د خپل پخواني ( کورني) ډاکټر له لوري ولې متخصص ډاکټر ته لېږل شوی دی، د دې تر خوا ناروغ باید ټولې هغه ازموينې چې تر دا مهال يې کړې دي خپل متخصص ډاکټر ته له ځانه سره راوړي .

۷ـ  د روغتون له عاجلې څانګې څخه په بشپړ ډول سره مالومات تر لاسه کړئ البته په ځينو وخیمو ناروغيو يا هغو حالتونو کې چې ناروغۍ ژوند تهديدونکی وي د عاجلې څانګې لګښټ زیات وي .

په عاجله څانګه کې ډاکټر ته ستاسو پخوانۍ طبي ازموينې د پام وړ نه وي او ژر تر ژر د نورو ازموینو د سرته رسولو له پاره لاس په کار کېږي، چې امکان لري ډېری ازموينې بیا ځلي په تکرار ډول سره توصیه کړي.

د روغتون عاجلې څانګې ته د تلو په وخت کې باید لاندې تر تبیاب په نظر کې ونیول شې :

۱ـ  عاجلې څانګې ته د امکان په صورت کې مخکې له مخکې تلفون وکړئ او د معاینه کولو وخت مالوم کړئ او له مراجعه کولو سره سم خپل ټول پخواني ترسره شوې ازموينې ( معاینات) له ځانه سره یوسئ .

په تېلفون کې د روغتون د عاجلې څانګې له مسولینو سره د خپلې شته روغتيايي ستونزې په اړه مخکې له مخکې خبري وکړئ او د خپلې ستونزې علت او سبب په اړه ورته ووایاست په دې توګه به ستا له رسېدو سره سم د دې څانګې ډاکټران اړوند تدابیر او اقدامات په نظر کې ونیسې؛ هلته د ډاکټر له لورې د کېدونکو پوښتنو په اړه مخکې له مخکې تیاری ولرئ او ذهنا اماده  و اوسېږئ تر څو ستاسو د ناروغۍ او پيښې په اړه لازمي اقدام صورت ونیسي.

باید د روغتون په انتخاب کې دقیق و اوسئ او په دې بشپړ ډاډ ولرئ، چې  کومو روغتونونو ته تاسو د عاجلې پيښې په وخت کې مراجعه کوئ په هغو کې عاجلې څانګې شته او په هر ډول صحي مهمو او اړینو وسایلو باندي سمبالې دي، چې د هر ډول تهدیدونکو عاجلو پيښو په وړاندي مثبت او کوټلي ګامونه اخیستلای شي.

په عاجلو پيښو کې د شته امکاناتو استفاده او له هغوی څخه کار اخستل د طبي ضرورتونه له ډلې اشد او مهم ضرورت دی، چې خورا پوهو او تجربه لرونکو ډاکټرانو ته اړتیا لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام