د ژمي له‌پاره د هوا ککړتیا راکمولو عملیاتي پروګرام اعلانېدل

د هوا ککړتیا مخنیوي کمېسیون نن خبري غونډه کې په ژمي کې د کابل هوا ککړتیا راکمولو عملیاتي پروګرام اعلان کړ.

دغه کمېسیون له چاپېریال ساتنې ملي ادارې، کابل ښاروالۍ، د کورنیو چارو وزارت، د برېښنا شرکت او نورو اړوند ادارو جوړ شوی‌دی.

خبري غونډې ته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس شاه‌زمان میوندي وویل چې دغه کمېسیون په ژمي کې د هوا ککړتیا کمولو په موخه ۱۱فقره‌ییز پروګرام جوړ کړی‌دی.

 ښاغلي میوندي زیاته کړه، په‌دې پروګرام کې د عامه پوهاوي لوړول، په دولتي ادارو کې د ککړوونکیو توکیو نه سوځول، پر نقلیه وسایطو څارنه، د برېښنا دایمي تامین، د اوبلن ګاز بیې تنظیم او ثابته ساتنه پر اصنافو څارنه، د ترافیکي ګڼې‌ګوڼې مدیریت، د یوې اوونۍ له‌پاره د ښارپاکولو عمومي حشرونو جوړول او په دوو وختونو کې د د دولتي کارکوونکيو د کاري وخت تنظیم شامل دي.

د نفوسو تراکم، غیرپلاني وده، د دودجنو توکیو کارول، د شنه چاپېریال کموالی، خام واټونه او ساحې، د بې‌کیفیته تېلو استعمال او د سترو ښارونو له دې ډلې د کابل ککړتیا لاملونه په ګوته شوي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام