د ژغورنې نړیواله کمېټه: ښځې په بې‌وزله هېوادونو کې د کورونا ازمایښت ته کم لاسرسی لري

د ژغورنې نړیواله کمېټه په بې‌وزله هېوادونو کې د کورونا ازمایښت ته د ښځو د کم لاسرسي لرلو خبر ورکوي.

دغې کمېټې د افغانستان په ګډون په بې‌وزله هېوادونو کې د کورونا ویروس ازمایښت ته د جنسیتي نابرابریو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

یادې کمېټې په خپل تازه راپور کې چې نن خپور شو، ویلي چې په بې‌وزله هېوادونو، په تېره افغانستان، پاکستان، سومالیا، یمن، چاد او د مرکزي افریقا په جمهوریت کې داسې پېښې لیدل شوي چې د کورونا پېښې له ۳۰ سلنه کمې اعلان شوې دي.

د دغه بنسټ شمېرې ښيي چې په یادو هېوادونو کې د ښځو لپاره د کورونا ویروس د ازمايښت لاسرسی هم کم دی.

د دغه راپور د شمېرو له مخې، په یمن کې د کورونا ویروس د پېژندل شویو پېښو له ډلې ۷۵ سلنه یې نارینه او پاتې ۲۵ سلنه یې ښځې دي.

 دغه راز په پاکستان، چاد او د مرکزي افریقا په جمهوریت کې د کورونا ۷۴ سلنه پېښې د نارینه‌وو او ۲۶ سلنه هم د ښځینه‌وو په نښه شوي او په سومالیا او افغانستان کې ۷۲ سلنه پېژندل شوې پېښې د نارینه‌وو او ۲۸ سلنه هم د ښځو دي.

د عامې روغتیا وزارت تر اوسه د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې تر اوسه په هېواد کې ۳۰ زره او ۱۷۵ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له دې ډلې ۱۰ زره او ۱۷۴ یې بېرته روغ شوي او ۶۷۵ نور بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام