د ځاځي‌میدان اوسېدونکیو پر ډېورڼد کرښې د اغزن سیم غځولو مخه نیولې

د خوست ځاځي‌میدان‌ اوسېدونکو خپلې سيمې ته په ورڅېرمه شاوخوا ۱۵ کيلومتره کرښه د هغو پاکستانيو ځواکونو مخه نیولې چې غوښتل یې پر ډېورنډ کرښه اغزن تار وغځوي.          

ځایي سرچینې وایي، د ځاځي‌میدان خلکو له غبرګونه وروسته پاکستانيو ځواکونو دې ځای کې اوس د اغزن سیم غځولو درولي دي.

پاکستانیو ځواکونو شاوخوا دوې اوونۍ مخکې دې سیمه کې د سیم غځولو کارونه پیل کړي‌وو.

د سیمې اوسېدونکي تور لګوي چې افغان حکومت له پاکستان سره پر ډېورنډ کرښه معامله کړې‌ده.

د ځاځي‌میدان ولسوالۍ دوو ولسي پاڅونوالو د سلام‌وطندار له لارې له حکومته د غوڅې خبرې غوښتنه کوي چې دوی سپینه خبره وکړي.

د دوی په وینا، کله چې له پاکستانیو ملېشو سره نښته کوي؛ هغوی ورته دلیل راوړي چې افغان مشرانو ورسره د ډیورنډ فرضي کرښه لاسلیک کړې‌دی؛ خو دوی وايي چې په هېڅ صورت به د لر و بر د وېشلو له‌پاره دا کرغېړنه کرښه ونه مني.

د ځاځيمیدان ولسي پاڅونوال زیاتوي چې پاکستان سره د توپ او ټانګ مقابل کې له سپکو وسلو/ کلاشینکوف او بوړي ټوپکه کار اخلي او په وینا یې، دوی د نورو مهماتو ترڅنګ د خوراک او پوښاک توکیو کمښت سره هم مخ دي. د دوی په خبره، که پاکستاني ځواکونه جال تېروي؛ دوی پرې ډزې کوي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي هم د اغزن سیم له غځولو سره موافق نه‌دي او په ټینګار سره وايی چې دا د دوی د نیکونو سیمه ده ځکه خو په هېڅ حال دې ته نه‌دي تیار چې د معاملې له‌مخې اغزن سیم تېر شي.

د خوست د والي وياند طالب منګل بیا ځاځي‌میدانیانو ته ډاډ ورکوي چې ولایتي اداره به پر خپل ټول توان د دوی ملاتړه وي.

خو ښاغلی منګل د ځایي خلکو هغه تورونه نه رد او نه تایید کړل چې وایي، افغان حکومت پر ډېورنډ فرضي کرښې د اغزن سیم غځولو په اړه له پاکستان سره پټه هوکړه کړې.

دی د ولسونو منندوی دی چې د ولایتي ادارې په ملاتړ یې دا ډول غبرګون ښودلی دی.

افغان حکومت تراوسه په‌دې اړه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.

شاوخوا یو کال مخکې هم کله ـ چې پاکستانيو ملیشو غوښتل په ځاځي‌میدان کې له ډېورنډ کرښې دې غاړه راواوړي ـ د ځایي خلکو له وسله‌وال غبرګون سره مخ شول او مرګ‌ژوبله ور واوښته.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام