د پکتیاوالو لاریون؛ د ګردېز ـ زرمت سړک دې جوړ شي

د پکتیا ولایت، د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکیو نن (چهارشنبه) د ګردېز ـ زرمت لارې نه‌جوړېدو په اړه لاریون وکړ.

لاریونوال وايي، که څه هم ولسمشر محمداشرف غني شاوخوا ۶ میاشتې وړاندې د دې لارې جوړېدو کار پرانسته، خو تراوسه یې چارې پیل شوي نه‌دي.

لاریونوالو نن د اعتراض په توګه یاده لار هم وتړله.

دوو لاریونوالو ظاهر اوریاخېل او جان‌محمد جلالي له رسنیو سره خبرو کې وویل، د دې لارې په اوږدو کې هېڅ ډول امنیتي ستونزې نه‌شته او طالبان یې هم مخه نه‌نیسي.

دوی له اړوندو ادارو وغوښتل چې ژر تر ژره د یاد سړک جوړولو چارې پیل کړي.

خو د پکتیا والي شمیم‌خان کټوازی د ګردېز ـ زرمت لارې په اوږدو کې امنیتي ستونزې د دې سړک د نه‌جوړېدو اصلي لامل ګڼي.

نوموړی وايي، حکومت د یادې لارې جوړېدو له‌پاره بودیجه ورکړې او یوه خصوصي شرکت یې عملي چارې هم پیل کړي، خو په وینا یې وسله‌وال طالبان یې د جوړېدو مخه نیسي او لاریونوال دې هم د هغوی پرضد غږ پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم څو ځله د ګردېز ـ زرمت لارې د جوړېدو چارې پیل شوي، خو تراوسه بشپړې شوي نه‌دي.

وسله‌والو طالبانو شاوخوا یوه میاشت وړاندې په یوې خبرپاڼې کې لیکلي وو، د دې لارې جوړېدو ته ځکه اجازه نه ورکوي چې امریکايي ځواکونه  پرې تګ‌راتګ کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام