باوري سرچينې وايي چې د پښتو ژبې تکړه لیکوال او څېړونکی راج ولي شاه خټک د زړه حملې له کبله له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
راج ولي شاه خټک د پښتونخوا یو له وتلو او یادو لیکوالو څخه ګڼل کېده چې اهمو علمي او تاريخي غونډو ته به کابل او دافغانستان نورو ولایتونو ته هم یې تګ راتګ کوه
ارواښاد خټک کلونه کلونه د پښتو اکاډومۍ مشري کړې او د بیلا بیلو علمي او فرهنګي غونډو په جوړولو کې یې فعال نقش ادا کړی دی.
په اړه یې ځوان لیکوال خان زمان کاکړ سلام وطندار ته وویل، راج ولي شاه خټک یو له هغه لیکوالو څخه و چې د ادبیاتو په معاصره تیورۍ پوهیده او د ادبیاتو له نويو مسایلو سره اشنا و.
د کاکړ په خبره د راج ولي شاه په مړینه یوه ستره ادبي خلا رامنځته شوه او د پښتو ادبیاتو او ژبې له پاره یو له غم ډک خبر دی.
په همدې حال کې د ختیزې سیمې د لیکوالو او خبریالانو ټولنې په خپرې کړې اعلامیه کې د راج ولي شاه خټک مړینه یوه نه جبرانېدونکې ضایعه بللې ده او په غم یې ځان شریک بولي.
نوموړی په ۱۹۵۲ ز. کال کې د کوزې پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ د چراټ د سيمې په ډاک اسماعيل خيل نومي کلي کې زېږېدلی و، هغه په قوم اسماعيل خېل خټک، بيا لشکرخېل او په لشکرخېلو کې عباس خېل دی
ر اوسه پورې يې ۱۵ کتابونه چاپ شوي دي او نژدې اتيا څېړنيزې ليکنې او مقالې يې په بېلابېلو خپرونو او رسنيو کې چاپ شوي دي. هغه د خپلې مورنۍ ژبې، پښتو، تر څنګ په اردو او انګرېزي ژبو هم ګڼ شمېر ليکنې کښلې دي. ښاغلي خټک په بې شمېره ملي اؤ نړېوالو سېمينارونو کې ګډون کړی دی همداراز يې د ولسي او نړېوالو رسنيو سره د پښتو په ادب، کلتور او تاريخ ګڼې مرکې کړي دي. د دې ټولو تر څنګ يې په ولسي او نړېوالو مطبعو کې په همدغو موضوګانو ليکنې خپرې کړي دي. د چاپ شوؤ کتابونو لړليک يې په دې ډول دی:
1. د پښتو ادبي تحريکونه
2. زيست روزګار
3. مناقب فقير
4. د پښتو نوې املا، ليکلار
5. پښتو ژبه
6. پښتونولي
7. د پښتنو کسبونه او هنرونه
8. د روهي متلونو انګليسي ژباړه
9. Walled City of Peshawar
10. توري چې رڼا کوي
11. د رحمان په شعر
12. سنګزار
13. An intangible heritage
د مرحوم د مرګ د اوازې له خپرېدو سره یې ډيرو مینوالو شعرونه او په اړه تبصرې په ټولنیزو رسنيو کې شریکې کړې او خپله ژوره خواشيني یې په ډاګه کړه
ښه ده که یو ځل په کې یو ځای شو اشنا لاره ده
. بیابه جدا کيږو چې د ژوند مو جدا لاره ده
دا به سره نه چېړو چې څوک په چا تېروتی و
تا ده خطا کړې او که مانه خطا لاره ده
راج ولي شاه خټک