د پوهنې وزارت سره ۱۱،۵ میلیونه ډالره مرسته کيږي

د پوهنې وزارت د افغانستان له پاره د ناروې کمیټې او دوه نورو بنسټونو سره د ۱۱،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د مرستې هوکړه لاسلیک کړه.

د پوهنې وزیر د سه شنبې په ورځ (اګست ۹مه) کابل کې څلور هوکړه لیکونه د "پوهنې ته مرسته" تر نامه لاندې د ۱۱،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د ناروې کمیټې له درېیو بنسټونو، اړ خلک او پاملرنې سره لاسلیک کړل، چې له مخې به يې پرمختللي درسي صنفونه او د سواد زده کړې له پاره نورې اسانتیاوې برابريږي.

د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي غونډې ته وویل، چې د هیواد په ولایتونو کې ښوونکو او زده کوونکو ته ښو ښوونیزو خدمتونو عرضه کولو له پاره، دغو درېیو بنسټونو یو ځل بیا له دغو بنسټونو سره د مرستې هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي او ددغې هوکړې لګښت د مرستندویه هیوادونو له خوا وزارت ته ورکول کیږي.

 د دوه هوکړه لیکونو پر بنسټ، چې د پوهنې وزارت او پاملرنې ترمنځ لاسلیک کیږي، دغه بنسټ د هیواد په لرې پرتو لکه د کاپیسا، پروان، خوست او پکتیا ولایتونو سیمو کې د شاوخوا ۹ زرو زده کوونکو له پاره ۳۱۴ ښوونځي جوړوي، چې دغه ښوونځي به په دوو پړاونو کې جوړې شي او د ۱ نه تر ۵ کلونو وخت ونیسي.

په غزني، بدخشان او فاریاب ولایتو کې د ۳ میلیون ډالرو په  ارزښت د ۲۵۰ ښوونځیو له ۲ زره زیاتو زده کوونکو ته د درسي موادو او لابراتواري اسانتیاوو برابرول به د افغانستان له پاره د ناوري کمېټې پر غاړه وي.

یاده دې وي، چې د اړ خلکو بنسټ په ننګرهار او هرات ولایتونو کې د ۳۸۶ زرو ډالرو په ارزښت ۵۶۰۰ تنو نالوستو ته ۲۸۰ سواد اموزي کورسونه جوړوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام