د پلازمينې کابل په تشنابونو کې جنسي بازار موندنه

کافي ده، د کابل په ښار کې چې کله تنګ شې او وغواړې د " حاجت رفع کولو" له پاره ځای پېدا کړې، نو مجبور يې، چې له پرېشانۍ حالت څخه بېرته د ځان عادي کولو له پاره د ښار ټولې کوڅې او لارې ولوټوې.

پلازمېنه کابل، د نړۍ په ښارونو کې يواځينی ښار دی، چې اوسېدونکي يې له ښاري یا عمومي تشنابونو له نه شتون څخه کړيږي او یو څوک به د حاجت رفع کولو له پاره به په ډېری سختۍ تشناب پېدا کوي.

خو له ډېرو هڅو وروسته، چې د حاجت رفع کولو له پاره د تشناب په پېدا کولو بريالي شوۍ او په منډه ننوځئ، نو د تشناب په داخل کې د یو بل  عمومي چاپېریال سره به مخ کېږئ.

په عمومي توګه داسې انګېرل کيږي، چې تشناب داسې ارام ځای دی، چې زیات وخت په کې انسان د خپل ځان په فکر کې شي او یواځې د خپلې شخصي دنیا له پاره خپل فکر کوي؛ خو په عمومي تشنابونو کې به بیا دغه تصور له مختل او له منځه لاړ شي.

په دغو تشنابونو کې به تاسو له ګڼو شعارونو، ښکنځلو، پېغامونو او ټېلفون شمېرو په واسطه محاصره شئ.

داسې معلوميږي، چې تشناب د عقدو سړولو او داسې یو ځای، چې په ذهن کې د ټولو هغو ناویل شويو کلمو ویل، چې په ټولنه کې له اظهارولو يې ډډه کيږي او خلک يې مانع ګرځي.

دغه عقده سړوونکي پر خپلو داسې ليکنو ښيي، چې دوی د ټولنې اخلاق ماتوي او د خپلو خوبونو او خیالاتو په لیکولو سره د ټولنې له ټولو سرو کرښو پښې اړوي.

د دې له پاره، چې په عمومي تشنابونو کې پر ليکلو ځان پوه کړو باید د دغو تشنابونو پر ديوالونو ټولې ليکنې له نژدې ولولو.

د تشنابونو په دهلیزونو کې به د داشان  لیکلو سره، ځکه ډېر کم مخامخ کيږو، چې دغه ځایونه د ټولنې عمومي ځای دی او عموماً تګ را تګ په کې زیات وي، نو د عمومي حاکمیت له وجې له ليکلو ډډه شوې؛ خو کله چې تشنابونو ته دننه شوې، نو د لیکونکو د پټ ذهنونو تصور به تاسو ته مجسم شي او تاسو به د ټولنې د نا ویل شويو الفاظو سره مخ شۍ.

د دغو زیاتو پېغامونو یواځينی هدف جنسي بازار موندنه ده؛ څه د ټوکو له لارې او څه هم د توجه جلبولو له پاره به تاسو د ټېلفون زیاتې شمېرې ووینۍ.

جنسي پېغامونه او د هغو کسانو د ټېلفون شمېرې، چې په شدیده توګه د جنسي اړيکو له پاره اړتیا لري د دغو تشنابونو په ديوالونو کې لیکل شوي دي.

البته پټه دې پاتې نه وي، چې د دغو تشنابونو په ځينو برخو کې سياسي شعارونو ته هم ځای ورکړل شوی دی.

د امريکا پر ضد، د ناټو نظامي ځواکونو، افغان حکومت او د ځينو حاکمو ډلو ټپلو پر وړاندې هم شعارونه لیکل شوي دي.

ځينې داسې شعارونه هم په کې شته، چې بې حجابو ښځو ته په کې بد رد ویل شوي، ځينې نصیحتونه ورته شوي او یا " نظافت د ایمان جز دی" لیکنې به هم پکې پېدا شي.

په پلازمینه کې د محمد فواد په نامه د عمومي تشنابونو د ساتلو یو تن مسوول وايي، چې دی د هغو شمېرو سره په کراتو اړيکې نيولې، چې په دغو دیوالونو کې لیکل شوي، خو هڅو يې نتیجه نه ده ورکړې.

هغه وايي، چې له عمومي تشنابونو څخه د ګټې اخیستنې بې فرهنګي د دغو شعارونو د لیکلو یو له اصلي لاملونو دي.

داسې ښکاري، چې په ښارونو کې د داسې تشنابونو کموالی هم په ښارونو کې د تشنابونو د فرهنګ نه شتون یو لامل وي.

د کابل ښاروالۍ د تنظیف مشر نثار احمد حبیبي غوري وايي، چې اوسمهال په ټول کابل ښار کې ۳۵ نارينه او ښځينه تشنابونه موجود دي، چې دغه تشنابونه د نفوس زیاتوالي او د کابل جمعیت ته په کتو سره کافي نه دي.

غوري وايي، چې کابل شاوخوا ۳۰۰ عمومي یا ښاري تشنابونو ته ضرورت لري، تر څو هيڅوک په ښار کې دننه خپل حاجت رفع نه کړي.

داسې ویل کيږي، چې د یو کسیز تشنابونو د جوړولو له پاره به په راتلونکي کې د کابل ښاروالۍ اقدام وکړي او د پلازمينې په ځينو ځايونو کې به یو کسیز تشنابونه جوړ کړي.

تر هغه وخته پورې باید د عمومي تشنابونو دننه د ټولو شعارونو او لیکنو زغم په ځان کې پېدا کړو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام