د پلار او ورېندارې په مخکې پر یوې قابلې د ۸تنو ډله‌ييز جنسي تېری

د پنجشنبې په نیمه شپه ۸تنه په‌دې بهانه ـ چې ناروغ لري ـ په سمنګان کې یو روغتیايي مرکز ته ننوځي او په یوې قابلې باندې د هغې د پلار، ورېندارې او ماشوم په مخ کې جنسي تېری کوي.

د سمنګان د ښځو چارو رییسې ګلالۍ نور ساپی هم سلام وطندار ته دا قضیه تاییدوي او وايي، ټول کسان له وسلو سره وو او پېښه د دې ولایت د روی‌دواب ولسوالۍ په آبخورک سیمه کې رامنځته شوې‌ده.

د سمنګان د روغتیا ریاست له لوري د ټاکل شوي پلاوي یو غړی ـ چې د همدې قضیې د څېړلو له‌پاره ټاکل شوی ـ هم دا پېښه تاییدوي او وايي چې موضوع یې له امنیتي بنسټونو سره شریکه کړې‌ده.

د سمنګان امنیې قوماندانۍ ویاند محمدهاشم بیان وايي چې په‌دې تور یې ۹تنه نیولي او د پوښتنو ګروېږنو له‌پاره څارنوالۍ ته لېږل شوي‌دي.

د سمنګان د استېناف محکمې رییس نیازمحمد راسخ وايي چې له‌دې نهو تنو له جملې یې ۴ تنه داسې دي چې عمرونه یې له ۱۸ کالو کم دي.

د سمنګان د عامې روغتیا ریاست لېږل شوی پلاوی وايي چې دا قابله اوسمهال په خپل کور کې ده او د دې ولایت د روی‌دواب ولسوالۍ اوسېدونکې ده. د دې پلاوي په خبره، دا ښځه د خپلې دوسیې د مخکې وړلو له‌پاره د سمنګان مرکز ایبک ښار ته لاړه شي؛ خو د سمنګان د استېناف محکمې چارواکي وايي چې تر اوسه د دې ښځې کورنۍ د حق‌غوښتنې له‌پاره دې بنسټ ته مراجعه نه‌ده کړې.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام