د امریکا د ملي اطلاعاتي اژانس مدیر له خپلې دندې استعفا کړې.
هغه جیمز کلاپر نوميږي او ۷۵ کلن دی.
کلاپر به د ۲۰۱۷میلادي کال تر جولای میاشت پورې خپلې دندې ته دوام ورکوي.
په همدغه ورځ به د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته قدرت په سوله ییز ډول انتقال کړي.
کلاپر وايي، ده څو میاشتې وړاندې پلان درلود، چې له خپلې دندې باید لرې شي او ځای نوي څېرې ته پريږدي.
په پام کې ده، چې د هغه پرځای نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ کوم څوک پر دندې وګوماري.
دی د امریکا د ملي اطلاعاتي اژانس څلورم مشر دی، چې د ۶ کالو په موده کې په دغه پُست کې وظیفه ترسره کړې.
کلاپر د ۲۰۱۰ میلادي کال په اګسټ میاشت کې د خپل ماموریت د ترسره کولو لوړه کړې وه.