د ټاکنو کمېسیون غزني کې د ټاکنو نه کېدو په اړه اندېښنه څرګندوي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر سیدحفیظ‌الله هاشمي کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، سره له‌دې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د میزان په ۲۸مه کېږي؛ خو د ټاکنو پر سر لا په غزني کې ستونزې نه‌دي حل شوي او په‌دې تړاو یو پایلې ته د رسېدلو په پار خبرې روانې دي.

د ښاغلي هاشمي په وینا، د غزني ټاکنو کې د ښکېلو خواوو توافق ته د نه رسېدلو له امله، امکان شته چې په‌دې ولایت کې د میزان په ۲۸مه ټاکنې ونه‌شي. د ده په وینا، ټاکنو کمېسیون بل انتخاب هم نه‌لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه کمېشنر د سیاسي ګوندونو وړاندیز شوې طرحې او د ګلبدین حکمتیار څرګندونو ته په اشارې وايي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به په ټاکل شوي وخت وشي او کمېسیون د هر ثبت شوي سټېکر پر وړانډې ځواب‌ویونکی دی.

ښاغلی هاشمي زیاتوي، سیاسي ګوندونه او ډلې باید د کره معلوماتو په بنسټ دریځ غوره کړي.

دا داسې مهال دی چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پرون د یوې غونډې په ترڅ کې ویلي وو، د رایه‌ورکوونکیو د څه باندې ۸ میلیون افغانانو د نوم‌لیکنې په تړاو د ټاکنو کمېسیون اعلان شوې شمېرې ناسمې دي او په وینا یې، د دوی د معلوماتو پر بنسټ، راتلونکیو ټاکنو کې ۳ میلیونه او ۶۰۰زره کسانو نوملیکنه کړې‌ده.

ځېنو سیاسي ګوندونو هم څه موده مخکې ویلي وو، د رایه‌ورکوونکیو د نوم‌لیکنې بهیر شفافیت نه‌لري او دغه بهیر کې باید بایومیتریک ټکنالوژۍ نه کار واخېستل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام