د ټاکنو له‌پاره د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې بهیر پیل شو

ولسمشر اشرف غني، لومړۍ مېرمنې بي بي ګل او اجرایوي رییس عبدالله عبدالله له‌خوا نن ورځ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو له‌پاره د رایه ورکوونکیو نوم لیکنې بهیر رسما پيل شو او دغو مسوولانو خپله نولیکنه وکړه.

اشرف غني په ټینګار سره وویل، درغلي ورته د منلو نه ده او زیاته یې کړه، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هېوادوالو په وړاندې ځواب ویونکی دی.

ښاغلي غني وویل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په اداري او امنیتي برخو کې د نوماندانو لاسوهنه د منلو نه ده او د دغو کسانو په وړاندې غوڅ اقدام کېږي.

همدارنګه ولسمشر غني له طالبانو هم وغوښتل چې را روانو ټاکنو کې ګډون وکړي.

د حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله هم د رایې ورکوونکیو نوم لیکنۍ ثبت بهیر پیل سره سم امنیتي مسایل جدي ستونزې وبللې او ويې ویل په هغو سیمو کې چې د امنیت ټینګښت يې ناشونی دی باید بله لاره غوره شي.

اجرایوي رییس داسې مهال دا څرګندونې کوي چې بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولان وايي په دې ولایت کې د رایې ورکونې د ۳۱۴ مرکزونو له ډلې ۱۳، دغه‌راز په کندوز کې د ۵۵ مرکزونو له ډلې ۲۰ او د سرپل د ۳۸ مرکزونو له ډلې ۲۰ هغه یې تر ستر امنیتي ګواښ لاندې دي.

ورته وخت کې ولسي جرګې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې ثبت بهیر له پيل کېدو هرکلی وکړ، خو د جرګې ځېنو وکیلانو وویل، د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې نږدې ۴۰ سلنه هېوادوال پېژندپاڼې نه لري او حکومت باید د دې بهیر د پيل پرځای لومړی په شرایطو برابرو کسانو ته پېژندپاڼې ورکړې وی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام