د ټاکنو خپلواک کمېسیون: ممکن ټاکنې بل کال ته پاتې شي

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کمېشنران وايي، چې که د روانې میاشتې تر پایه حکومت د ټاکنو د امنیت او بودجې په اړه اقدام و نه کړي، نو ښايي په روان کال کې ټولټاکنې ترسره نه‌شي.

دوی د یوې خبري ناستې په ترڅ کې دا هم وویل، سره له‌دې چې د روان کال دویمه میاشت له نیمايي هم ور اوښتې، خو لا هم حکومت د دوی د بودجې او امنیت په اړه کوم اقدام نه‌دی کړی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمیشنر او ویاند عبدلبدیع صیاد د سلام‌وطندار خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې، چې که تر یوې میاشتې نور هم حکومت بودجه او د امنیت په اړه ډاډ ور نه کړل شي ایا شونې ده، چې ټاکنې سږکال ترسره شي.

صیاد وویل، ناشونې ده.

« ځکه ټاکنې مقدماتي مرحلې ته ضرورت لري او هره مرحله د قانون سره تړاو لري، چې ۱۸۰ ورځې مخکې موږ باید د ټاکنو مهال‌ویش اعلان کړو، نو شونې به نه وي چې ټاکنې په روان کال کې ترسره کړو»

دغه راز د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمیشنر او ویاند زیاته کړه، چې دوی د ټاکنیزو حوزو په برخه کې څه د پاسه یو میلیون ډالر د ماليې له وزارته ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د چارو کتونکو په وار وار سره داسې اندېښنې په ډاګه کړې وې، چې په روان کال کې به ټاکنې نه ترسره کيږي او ځينې خو ان په‌دې باور دي، چې د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به له ولسمشرۍ ټاکنو سره یوځای ترسره کيږي، خو ولسمشر بیا په ځلونو ویلي چې په روان کال کې به د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې هرو مرو ترسره کيږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام