په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو پر استازي همایون همایون په دغه ولایت کې د والي پر خلاف په لاريون کې د ګډون پر مهال چاودنه شوې ده.
د پېښې له ځایه د سلام وطندار خبريال وايي، چې په دغه چاودنه کې د ولسي جرګې غړی او د هغه څو ملګري سخت ټپیان شوي دي.
خو امینتي چارواکي د پېښې په تړواو جزیات نه ورکوي.
همایون همایون چې په ولسي جرګه کې د دفاعي کمېسيون رییس دی، له تېرې یوې اونۍ راهیسې یې په دغه ولایت کې د بل وکیل کمال ناصر اصولي سره یو ځای د خوست والي عبدالجبار نعيمي پر خلاف اعتصابي خېمې وهلي او والي په فساد تورنوي.
تازه جزیاته به شېبه وروسته درسره شریک شي.