کورنیو چارو وزارت په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ځانګړو ځواکونو (PPS) د یوه کارکوونکیو د وژل کېدو خبر تاییدوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، ناپېژنده وسلهوالو بېګاه ۸:۲۰ بجې د کابل د پغمان ولسوالي په اړوند سیمه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ځانګړو ځواکونو دوه کارکوونکي په نښه کړي دي.
د نوموړي په وینا، په دغه برید کې د ولسمشر یو ځانګړی ساتونکی قیامالدین وژل شوی او یو بل هم ټپي شوي دی.
کورنیو چارو وزارت وايي، تر اوسه د دغه قتل انګېزه نه ده روښانه او پولیسو یې په اړه څېړنې پیل کړې دي.
تر اوسه کوم چا یا ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.