د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس له افغان ولسمشر محمداشرف غني سره د بلخ د ګوښهشوي والي عطامحمد نور د ستونزې د حل او نورو موضوعاتو په اړه خبرې ټېلیفوني خبرې کړي.
سپینې ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي دي چې مرستیال ولسمشر مایک پنس له افغان ولسمشر محمداشرف غني سره د سهشنبې ورځې په ټېلیفوني اړیکه کې په بلخ کې د واک پر سولهییز لېږد ټینگار کړی او د افغان حکومت یې د ښاغلي نور سره د خبرو له لارې د کړکېچ حلکولو ته هڅولی دی.
لهدې سره هممهاله دواړه مشران د جنوبي اسیا لهپاره د امریکا د سټراټېژۍ پر اغېز او عمومي امنیتي وضعیت په اړه وغږېدل.
افغان ولسمشر او د امریکا مرستیال ولسمشر د افغانستان لهپاره د ولسمشر ټرمپ د سټراتیژۍ په اغېزمنتیا خوښي وښوده.
ولسمشر غني او اجرایوي رییس عبدالله عبدالله سره د ښاغلي پنس تماس دا خبرې د هغو مستقیمو خبرو دوام دی چې تېره میاشت په کابل کې شوېوې.
د امریکا مرستیال ولسمشر په ټېلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د سمونونو، هر اړخیزو سیاسی اصلاحاتو او د راتلونکیو ټاکنو د تیاریو په اړه ټینګار وکړ.
په ورته وخت کې د جمعیت اسلامي ګوند مشران د بلخ ولایت د والي د کړکېچ په اړه د امریکا د مرستیال والي د خبرو هرکلی کوي.
د افغانستان د بهرنو چارو وزیر او د جمعیت اسلامي گوند مشر صلاح الدین رباني پهخپل ټویټر کې د امریکا د ولسمشر د مرستیال مایک پنس د هغه وړاندیز هرکلې کړیدی چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته یې د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور په کړکېچ کې کړیدی.
د جمعیت اسلامي ګوند مشر ښاغلي رباني پهخپل ټویټر کې لیکلي چې د بلخ ولایت د کړکېچ د سولهيیز او د عملوړ حل په تړاو د امریکا د مرستیال ولسمشر پنس وړاندیز هرکلی کوي.
افغان حکومت تر دامهاله د ښاغلي پنس د ټېلیفون خبرو په اړه په رسمي ډول څه نهدي ویلي.