د هندواڼو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله زیاتوالی راغلی دی

د هلمند ولایت کروندګروایي، چې سږ کال یې د کوکنارو کرکیلې پر ځای په خپلو ځمکو کې د هندواڼو پالیزونه جوړ کړي دي.

د ناوې ولسوالۍ یو شمېر کروندګرو له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې په ناوې ولسوالۍ کې بزګرانو د کوکنارو پر ځای په خپلو ځمکو کې هندواڼې کرلې دي.

یو کروند ګر چې حاجي محمد غازي وویل، چې په دې ولسوالۍ کې د هندواڼو د حاصلاتو د زیاتوالي لامل د کوکنارو د کرکیلې پرېښودل دي. 

نوموړی وایي، چې حکومت د کروندګرو د حاصلاتو په برخه کې د مارکیټ ستونزه نه ده اواره کړې؛ د دې ولسوالۍ کروندګر د خپلو میوو حاصلاتو د خوندیتوب لپاره په خپله مارکیټ جوړ کړی، خو حکومت ور نه ناقانونه پیسې اخلي.

حاجي سید رحیم، چې په هلمند کې د بست د سبو او میوو تولیدونکو او سوداګرۍ ټولنې مشر دی وایي، چې په دې ولایت کې سږ کال د هندواڼو حاصلات د نورو کلونو په پرتله ښه شوي دي.

هغه وایي، د مارکیټ نشتوالی او د حکومت له خوا له کروندګرو نه ناقانونه پیسې اخیستل، کروندګرو ته ستونزې را پورته کړې دي. 

د ده په خبره، د هندواڼو د پېرلو پر مهال ټرانسپورټ، ښاروالي او یو شمېر نورو ادارو له لوري له کروندګرو نه زیاتې پیسې اخیستل کېږي.

یاد کروندګر د کرنې او مالدارۍ له ریاست نه غوښتنه کوي، چې دوی ته دې د حاصلاتو او بازار موندنې په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. 

په ورته وخت کې د ښاروالۍ مسولین د کرونګرو نه د پیسو راټولولو په برخه کې وايي، چې کروندګرو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره له دوی نه پیسې راټولوي.

د لښکرګاه د ښاروالۍ د کنټرول مدیر نور محمد سلام وطندار ته وویل، که څه هم په یو ټن موادو ۳۰۰ افغانۍ اخیستل کیږي، خو دوی له کروندګرو څخه په یوه ټن ۲۷۰ افغانۍ اخلي.

نوموړي وايي، چې ښاروالي یادې پیسې د عوایدو په کود کې جمعه کوي.

بل لور ته د هلمند ولایت د کرنې سرپرست رییس روح الله روان وایي، چې د تېرو کلونو په پرتله په دې ولایت کې د هندواڼو تولیدات زیات شوي دي.

د روان په خبره، کروند ګرو ته د اصلاح شویو تخمونه، روزنیزو ورکشاپونه او عامه پوهاوي د دغه ولایت د هندواڼو په کروندو او حاصلاتو اغیز کړی دی.

هلمند کې داسې مهال د هندواڼو د حاصلاتو د ښه کېدو راپورو نه ورکول کېږي، چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د دې ولایت په ډېرو سیمو کې د هندواڼو او خټکیو پالیزونو تر څنګ د ریحان ګل کرکیله هم ډېره شوې ده. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام