د هلمند لویه لاره وروسته له ۱۱ ورځو بېرته خلاصه شوه

د هلمند ولایت امنیتي مسوولین وايي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د کندهار لویه لاره د وسله والو طالبانو له لوري د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه، خو اوس يې د یو لړ پوځي عملیاتو وروسته بېرته خلاصه کړې ده.

مسوولین وايي، چې په شاوخوا ولسوالیو کې هغو امنیتي سرتېرو، چې په خپلو دندو کې يې غفلت کړی ډېر ژر به له قانوني چلند سره مخ شي.

د راپورونو له مخې د هلمند ولایت، نادعلي، ناوې او ګرمسیرو ولسوالیو زیاتې سیمې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د بریدونو پر مهال بې له کوم مقاومت څخه په خپله ولکه کې راوستلې دي، چې لاهم د دوی تر واک لاندې دی.

په دغه ولایت کې د پولیسو د بست ۵۰۵ زون قوماندان مل پاسوال محمد حکیم انګار رسنیو ته وویل، هغه امنیتي مسوولین چې په دغه برخه کې يې غفلت کړی عدلي او قضايي ارګانونو ته به يې ور وپېژني.

نوموړي زیاته کړه، چې دوی اوسمهال د عملیاتو ټول پلانونه منظم کړي او د ټولو سیمو د بېرته نيولو له پاره به د بهرنيو ځواکونو په مرسته عملیات ترسره شي.

انګار وايي، وروستۍ جګړه د پاکستاني پوځيانو او جنرالانو تر رهبرۍ لاندې پرمخ وړل کېده.

هغه د خپلې خبرې د تصدیق له پاره زیاته کړه، چې ۳ پاکستاني جنرالان هم په دې جګړه کې وژل شوي دي.

له بل لوري د هلمند د لښګرګاه ښار موټر چلوونکي بیا وايي، اوس هم همدغه لویه لاره د دوی د موټر پرمخ تړلې ده.

دوی زیاتوي، چې وسله وال طالبان پر پاخه سړک د دوی پر موټرو ډزې کوي او د تګ راتګ مخه يې نیسي.

 یو تن موټر چلوونکی د شیرین جان په نوم وايي، چې د امنیتي پوستو له خوا دوی ته د لار خلاصېدو ډاډ ورکول کيږي، خو کله چې لاړشي بیا د وسله والو طالبانو له کمین سره مخامخيږي.

د ویلو ده، چې تر اوسه په دغو سیمو کې د وسله والو طالبانو ښخ کړل شویو ماینونو له امله ۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۶ نور تپيان دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام