د هلمند ـ کندهار لویه لار یوځل بیا د وسله‌والو له خوا تړل شوې ده

د هلمند ـ کندهار لویې لارې مسافر وايي، چې له تېرې ورځې راهیسې دغه لار تړل شوې او په سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.

 د محمد احسان او سمیع‌ الله په نومونو دوو مسافرو سلام‌وطندار ته وویل، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د دوی پرمخ لویه لاره تړل شوې ده.

دوی وايي، د هلمند ـ کندهار لويه لار درې ځایه د وسله‌والو طالبانو له لوري خښ شویو ماینونو ویجاړه کړې او له همدې امله دوی ته د تګ را تګ اجازه نه ورکول کېږي.

دغه راز دوی وايي، چې په لویې لارې د امنیتي ځواکونو شمېر کم دی او طالبان مهارولی نه شي.

له بل لوري بیا د هلمند د ولایتي شورا رییس محمدکریم اتل وايي، "لویه لاره له تېرو څو میاشتو راهیسې په پراخ ډول خرابه شوې او په امن حالت کې هم مسافر تګ را تګ نه شي کولی."

محمد کریم اتل وویل، د هلمند ـ کندهار لویې لارې د امنیت خوندیتوب مسوولیت دوو قوماندانانو ته سپارل شوی، چې دا په خپله ستره ستونزه ده.

اوسمهال د هملند ـ کندهار لويې لارې امنیت د پولیسو او ملي اردو په لاس کې دی.

اتل وړاندیز کوي، چې د لویې لارې امنیت باید یا پولیسو او یا هم اردو ته ورکړل شي.

خو د هلمند د والي ویاند عمرځواک وايي، چې د لويې لارې پر سر له تېرو دوو ورځو راهیسې ستونزې وې.

ځواک زیاتوي، چې د دې ستونزې د هواري په موخه يې عملیات پېل کړي او ځواکونه اوسمهال په سیمه کې د نویو امنیتي پوستو د ځای پر ځای کېدو له‌پاره کار کوي، ترڅو دا لویه لاره د ترافيکو پرمخ خلاصه کړي.

د هلمند د والي ویاند په سیمه کې د لارې د خلاصون په موخه د ګډو ځواکونو د چاڼیز عملیاتو د پېلېدو خبر هم ورکوي.

له بل لوري د لويې لارې د پولیسو د یو کنډک قوماندان عبدالستارخان نورزايي وايي، د هلمند ـ کندهار پر لویه لار چاودنې شوې، چې له امله يې ۲ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

په ډاګه دې وي، چې دوه میاشتې وړاندې همدا لویه لاره د ۴۵ ورځو له‌پاره د خلکو پرمخ تړل شوې وه او د افغان ځواکونو له عملیاتو وروسته خلاصه شوه.

د هلمند ـ کندهار او کندهارـ هرات ترمنځ پرته لویه لار، چې ۴۷ کیلو متره اوږدوالی لري، شاوخوا ۶۰۰ افغان ملي اردو او ملي پولیس يې د ساتنې په موخه ځای پرځای شوي دي، چې په بېلابېلو برخو کې يې لسګونه امنیتي پوستې جوړې کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام