د هغه سرتېري کیسه چې لاسونه یې د طالبانو سره په جګړه کې پرې شوي

عصمت د افغان امنیتي ځواکونو هغه سرتېری دی، چې د سنګر له نورو ملګرو سره په نظامي ماموریت د هلمند دښتو ته ځي او د لارې په اوږدو کې د طالبانو له خوا د سړک په غاړه کې د ښخ شوي ماین ښکار ګرځي.

دی وايي، چې په همدې پېښه کې مې دواړه لاسونه را نه غوڅ شول او د مټو په برخه کې مې د سخت درد احساس کاوه.

عصمت شاوخوا ۲۸ کلونه عمر لري او په هلمند، کندهار، هرات، بلخ، کابل او کونړ ولایتونو کې د ملي اردو په لیکو کې ۴ کلونه د ضابط په توګه خدمت کړی دی.

د ملي اردو دغه سرتېری وايي، چې د دواړو لاسونو تر غوڅېدو وروسته د تل له پاره د ننګرهار په روداتو ولسوالي کې په کور کېناستم.

دی د پېښې په اړه وايي، چې طالبان زموږ موټر ته په کمین کې ناست و، هغه وخت چې ښخ شوی بم پر موږ والوت موټر مو له یوې غونډې سره وجنګېده اور یې واخیست په زیاتې سختۍ سره مې ځان له موټره را بهر کړ او د سختو او خوږ ورځو او شپو ملګری مې په موټر کې د ننه وسوزېده.

عصمت ویاړي چې لاسونه یې د هېواد څخه په دفاع کې قرباني شوي دي او وايي، چې که یو لاس مې هم لرلی بیا هم د خپلې خاورې د ساتلو له پاره سنګر ته ورتلم.

د ملي اردو دغه سرتېری یو زوی او دریې لوڼې لري او اوسمهال کولی شي، چې  خپل خواږه بچیان په غېږ کې ونیسي.

عصمت له حکومت څخه سخته ګیله لري او وايي، چې حکومت یې اولادونه او دی هېر کړي هیڅ مرسته یې ور سره نه ده کړې.

دی وايي، که حکومت یې د درمنلې له پاره بهرني هېواد ته یوسي او مصنوعي لاسونه ورته واچوي، نو د خپلې کورنۍ او دولت له پاره کار کولی شي.

د عصمت الله پلار سید قریش په ژړغوني غږ وویل، چې زوی یې د خاورې له پاره له د خپل بدن غړي نظرانه کړل او حکومت باید دی هېر نه کړي.

سید قریش وايي، چې اقتصادي حالت یې ښه نه دی او زیاته یې کړه، د زوی د لاسونو له پرېکېدو وروسته حکومت ور ته پاملرنه  نه ده کړې او د زوی میاشتنی معاش یې هم نه ورکول کیږي.

د افغان امنیتي ځواکونو سرتېري د عصمت کسیه په هېواد کې د هغو زرګونو سرتېرو کیسه ده، چې د وژل کېدو او ټپي کېدو وروسته د حکومت له خوا هېرېږي او حکومت د تازه دمو سرتېرو د نیولو په لټه کې وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام