د اوبو او برېښنا وزیر وايي، چې د افغانستان – هند د دوستۍ (سلما) بند کارونه، د همدې کال د پسرلي په موسم کې بشپړیږياو د دوو توربینونو په لګولو سره به د ۲۸ مېګاواټو په ظرفیت برېښنا تولید کړي.
عثماني چې د سلما بند د لیدلو له پاره هرات ولایت ته تللی؛ وايي، چې د دې دوو توربینونو له لګولو وروسته به د جوزا په میاشت کې درېیم توربین هم نصب شي، چې له هغه وروسته به د برېښنا ظرفیت ۴۸ مېګاواټو ته لوړ شي.
د ده پر وینا، دغه ۲۸ مېګاواټه برېښنا به د هرات ښار یو شمېر سیمو ته ووېشل شي. خو د درېیواړو توربینونو په لګولو سره به ولسمشر پرېکړه کوي، چې تولید شوې برېښنا د هرات ولایت کومو سیمو کې ووېشي.
د اوبو او برېښنا وزیر وایي، تر اوسه د سلما په بند کې ۶۸ میلیونه متره مکعبه اوبه جمعه شوې دي او د اوبو دغه اندازه باید ۱۲۰ میلیون مترو مکعبو ته ورسېږي. د عثماني پر وینا، د سلما بند کارونه پرته د چشت ولسوالۍ د امنیتي ستونزو، نه بل هیڅ شی نه شي تهدیدولی.
په هرات ولایت کې د هند سر کنسل حمید کمار مشرا د سلما بند د پرمختګ له امله د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، چې هند تل له افغانستان سره مرستې کوي او وروسته له دې به هم خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
د ویلو ده، چې د افغانستان او هند د دوستۍ بند طرحه د اوبو او برېښنا وزارت له خوا ترتیب او د تاييد له پاره ولسي جرګې ته لېږل شوې. د ولسي جرګې له تایید نه وروسته، د اوبو او برېښنا وزارت له خوا دوه متخصص کسان د دې پروژې د مدیریت له پاره ګومارل شوي.
د سلما بند د جوړښت ستره طرحه د سردار داود خان په دولت کې جوړه شوې وه، چې عملي کارونه یې په ۱۹۷۶ کال کې د هند له خوا پیل شول. د دغه بند د رغونې عملي کارونه له څو لسیزو جنګ وروسته، په ۲۰۰۵ کال کې پیل شول.
د سلما بند د ۲۰ کیلو مترو په اوږدوالي، ۳ کیلو مترو په پراخوالي، د ۶۴۰ میلیون متره مکعبو اوبو د ذخیره کولو، او د ۴۲ مېګاواټه برېښنا د تولید تر څنګ، د ۸۰ زره جریبه ځمکې د خړوبولو اسانتیاوې لري.