د هاوان مرمۍ په سیداباد کې د یوې کورنۍ ۳ ماشومان وژلي

د میدان وردګو ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، تېره ورځ مازدیګر مهال په سیداباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې درې ماشومان وژل شوي او یوه مېرمن ټپي شوې ده.

د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل سلام وطندار وویل، د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې پرمهال د سیداباد ولسوالۍ په زرینخېلو سیمه کې د غلام حضرت په نوم د یو ولسي وګړي په کور د هاوان ګولۍ لګېدلې چې له امله یې د دې کورۍ ۳ ماشومان وژل شوي او یوه مېرمن ټپي شوې ده.

منګل وایي، خلک ادعا کوي، چې د هاوان ګولۍ ملي اردو ځواکونو له خوا ویشتل شوې ده.

د والي ویاند وویل، چې د ولایت مقام په لارښوونه د یادې سیمې د ملي اردو امنیتي سرتېري نیول شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام