د اېن بي سي خبري رسني خبر خپور کړی، چې د نړۍ په تاریخ کې ستر، تر ټولو خطرناک مجرم او د نشه یي توکیو مهم قاچاق وړونکی «ال چپو» د مکسیکو هېواد په لوس میکوس ښار کې نیول شوی دی.
ال چپو د تېر کال په جولای میاشت کې، په امنیتي لحاظ له ښه او مجهز زندان « التي پلانوې مکسیکوسيټي» نه د یو تونل له لارې، چې یو کیلومتر اوږد و؛ تښتېدلی و. د هغه له تښتېدلو وروسته د مکسیکو هېواد پولیسو په پلازمېنې او نورو لویو ښارونو کې د هغه د نیولو په پار عملیات پیل کړل، خو له څه مودې وروسته د عملیاتو مسوولیت د مکسیکو بحري ځواکونو ته، چې په مالي فساد کې ښکېل نه وو؛ وسپارل شول.
د مکسیکو بحري ځواکونو د اوبتلونو نه په ګټنې سره، د لوس میکوس په ساحل کې یو کور ته نېږدې کېږي او له څو ساعتونو جګړې او د ال چپو د پنځو ساتونکیو له وژلو وروسته په دې بریالي کېږي، چې دغه نړیوال قاچاق وړونکی ونیسي.
د مکسیکو بحري ځواکونو په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ال چپو د بیاځلي تښتېدلو د مخنیوي له پاره هغه پلازمېنې مکزیکو ښار ته ولېږي.
ال چپو په ځمک تلو کې د تونلونو په جوړولو کې نابغه ګڼل کېږي. د ال چپو هالیوډي «فیلمي» تېښتې، د مکیسکو امنیتي ځواکونو پر قوت د داغ بڅري پرېښودل. د ال چپو ډېر کسان د قاچاق وړولو له پاره د ځمک تلو د تونلونو په جوړولو کې ځانګړی مهارت او لاس لري.
ال چپو د شپېتو کالو په شاوخوا عمر لري او د «سینا لواً» په نامه د یوې مايي ډلې مشر دی. هغه ځلې مخکې هم په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې د چټلو جامو په یو صندوق کې له د مکسیکو ښار له مرکزي زندانه تښتېدلی و.
ویل کېږي، چې ال چپو د زرګونو نظامی او غیرنظامي مکسیکویانو په وژلو کې لاس لري او په ده پسې د مالي فساد، د نشه يي توکیو قاچاق، د سلاح قاچاق، قتلونه او ګڼو نورو جرمونو دوسیې ثبت شوې دي.