ټاکل شوې، د روسیې په کوربتوب د فوټبال نړیوالې شورا (فیفا) په نوښت د لویو وچو جام فوټبال لوبو لومړۍ سیالۍ نن شپه پیل شي.
د سیالیو رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د نن شپې سیالۍ کې به د اسیا وچې فوټبال جام اتله اسټرالیا د ۲۰۱۴ کال فوټبال نړیوال جام اتلې المانۍ فوټبال لوبډلې سره د افغانستان په وخت ۷ نیمې بجې سیالي وګړي.
د فیفا کنفېډرېشن کپ دغه سیالۍ به د جولای میاشتې تر۲مې نېټې رواني وي.
د دې سیالیو په دوام بېګا شپه ۲ لوبې ترسره شوې، چې په کې چیلي لوبډلې بریا خپله کړه، خو د پرتګال او مکسیکو لوبه مساي پاې ته ورسېدله.
د سیالیو رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، سیالۍ په روسیه کې ترسره شوه، چې دواړو لوبډلو ښه لوبه وکړه او د دوه، دوه ګولونو په ترسره کولو سره لوبه مساوي پای ته ورسېدله.
د لوبې په لومړۍ نیمایي ۳۴مه دقیقه کې پرتګالۍ فوټبال ملي لوبډلې هغه مهال مخکیوالی ترلاسه کړ، چې برینارډو کریزما ګول ترسره کړ.
خو پرتګالي مینه وال هغه مهال چپ کړای شول، چې د لومړۍ نیمایي په ۴۲مه دقیقه کې د مکسیکو لوبډلې په ګټه هرنینډیس د برابرۍ ګول ووهلو.
د لوبې دویمه نیمایي کې هم دواړو لوبډلو د ګول کولو او مخکیوالي هڅې وکړی؛ خو په وروستیو شېبو ۸۶مه دقیقه کې یوځل بیا پرتګالی لوبغاړی سیډریک یو ګول ووهلو.
خو مکسیکو د لوبې تر وروستیو شېبو د ګول وهلو هڅه وکړه، چې په ۹۲مه دقیقه کې هیټکر مورینو حیرانوونکې او د برابرۍ ګول ترسره کړ لوبه برابره پایل ته ورسېدله.
په دویمه لوبه کې چیلي لوبډلې بیا د یوې په زړه پوری لوبه کړله او ۲ د ۰ ګول په وړاندې د ویدال او ویرګاس د ګولونو په مټ افریقایۍ کېمرون لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د روسیې په کوربتوب د فوټبال نړیوال شورا (فیفا) په چوکاټ کې په دغو سیالیو کې د ۶ وچو ۸ اتلې پرتګال، جرمني، روسیې، اسټرالیا، کېمرون، نیوزیلینډ، مکسیکو او چیلي هېواد فوټبال ملي لوبډلې برخه لري.