د هلمند یوې امنیتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې د هلمند ـ کندهار پر دوهلارې د موټربم په چاودنه کې د ملي امنیت ۱۴ تنه اوپراتیفي کسان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
چاودنه بېګا ماښام شاوخوا ۱۰ بحې رامنځته شوې، چې موخه یې د ملي امنیت اوپراتیفي ګروپ د کسانو پوسته وه. بریدګر په یو ټیوټا موټر کې پوستې ته ورغلي وو.
دغه پوسته د دوهلارې برېښنا کوټ مخې ته د سړک سره نږدې وه.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک پېښه تاییدوي؛ خو وايي، چې دغه ځانمرګي برید مرګ و ژوبله اوښتې ده؛ خو د کره شمېرې په اړه یې معلومات نهلري.
دا د ۱۳۹۵ کال د حوت د وروستۍ نېټې وروستۍ پېښه وه.
تراوسه کومې وسلهوالې ډلې په دې اړه څه نهدي ویلي.