د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، چې داعش ډلې په کوټ ولسوالۍ کې د څلورو ماشومانو او درېيو مېرمنو په ګډون ۸ ملکي وګړي وژلي او ۷ نور یې ټپيان کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وايي، چې داعش ډلې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون شاوخوا ۳۰ ملکي وګړي هم له ځانه سره بېولي وو، چې یو شمېر یې د امنیتي منسوبینو له لوري بېرته خپلو کورنیو ته سپارل شوي.
خوږیاڼی دا هم وویل، چې داعش وسله والو د ملکي وګړیو ۲۳ کورونه هم سوځولي چې له امله یې ملکي وګړیو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
نوموړی ټینګار کوي، چې اوس په سیمه کې جګړه ارامه ده، خو لا هم پر داعش ډلې د امنیتي ځواکونو له لوري هوايي او ځمکني بریدونه روان دي.
خوږیاڼی په ورته وخت کې وايي، د دغه ولایت د کوټ ولسوالۍ په سه پای او بنډوک سیمو کې د داعش ډلې او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه کې چې تېره ورځ رامنځته شوې وه، د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د هوايي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې ۳۷ داعش وسله وال وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.
د خوږیاڼي په خبره، دغو نښتو کې دوه سرتېري وژل شوي او درې نور برسېرن ټپیان دي.
بل پلو له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه سلام وطندار ته په استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې تېره شپه شاوخوا ۲ بجې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په کرکڼۍ سیمه کې امریکايي بې پیلوټه الوتکې د داعش ډلې په یو شمېر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې د یادې ډلې ۱۰ کسه غړي وژل شوي دي.
د اچین ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي قیوم شینواري سلام وطندار ته ویلي، چې تېره شپه په دغه ولسوالۍ کې بې پیلوټه الوتکې پر داعش ډلې بمباري کړې، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې مالومات نه لري.
تر اوسه داعش ډلې د دغو جګړو او هوايي بریدونو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.