د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ په اذیخېلو سیمه کې د دوو بېلابېلو هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵۴ داعشي وسله وال وژل شوي دي.
د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې په لومړي هوايي برید کې ۴۵ او په دویم برید کې ۹ وسله وال داعشیان وژل شوي دي.
ولایتي اداره وايي، چې دغه برید د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د پچیراګام ولسوالۍ په پاس پچیر سیمه کې شوی.
په ورته وخت کې د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال هم په دې ولایت کې مېشت امنیتي ځواکونو ته هدایت ورکړی، چې د داعشي وسله والو د ځپلو له پاره ژر تر ژره بېړني هوايي او ځمکني بریدونه وکړي.
د راپورنو له مخې تېره ورځ زیات شمېر داعشي وسله والو د پچیراګام ولسوالۍ په پاس پچیر سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو بریدونه وکړل، چې په دې نښتې کې هم ۲۲ داعیشان وژل شوي وو.