د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې وسله والو لسګونه کورونه سوځولي دي

د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې له تېرو څلور میاشتو راهیسې د داعش وسله والې ډلې او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي، چې یو بل ته يې درنې مرک ژوبلې هم اړولې دي.

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي، د سې شنبې په ورځ په یوې خبرې ناسته کې رسنیو ته وویل، کابو دوې ورځې وړاندې د اچین ولسوالۍ په مامند سیمه کې داعش وسله والې ډلې لسګونه کورونه سوځولي او یو شمېر کسان يې هم وژلي وو.

هغه د سوځول شويو کورونو کره شمېره په ډاګه نه کړه، خو زیاته يې کړه چې دوی ته د را رسېدلو معلوماتو له مخې داعش وسله والې ډلې ادعا لرله چې دا د وسله والو طالبانو کورونه وو.

د دغو نښتو پر مهال لسګونه کورنۍ له سیمې بې ځایه شوې وې او خپل کورونه يې له وېرې پرېښي وو.

ځايي خلک وايي، دوی له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

بل پلو د ننګرهار والي وايي، چې اوس د دوی ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي او د پخوا په پرتله اوس وضعیت یو څه ارام دی.

هغه زیاتوي یو شمېر کورنۍ هم بېرته خپلو کورونو ته ستنې شوې دي.

وسله والو طالبانو او داعش وسله والې ډلې تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

همدا رنګه د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزی وايي، تېره شپه د ملي امنیت ځواکونو د یو لړ ځانګړو ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه وسله وال وژل شوي دي.

ضیا وايي، دغه عملیات د اچین ولسوالۍ اړوند ترسره شوي دي او وژل شوي کسان په اسلامي امارت پوري تړلي دي.

هغه زیاتو په وژل شویو کسانو کې د وسله والو له خوا لغمان ولایت ته نومول شوی مشر هم شامل دی.

بل پلو د ننګرهار امنیته قومندان فضل احمد شېرازد وايي، تېره شپه د چپرهار په ولسوالۍ کې د داعش وسله والې ډلې او وسله والو طالبانو ترمنځ د خپل منځي نښتو له امله له دواړو غاړو ۹ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه د شینوارو د اچین ولسوالۍ ځايي اوسیدونکي وايي، چې لسګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي، لسګونه کورونه سوځیدلي دي او یو شمېر عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار والي سلیم خان کندزي نن سې شنبه په یوه خبرې ناسته د کورونو سوځیدل تایید کړل.

هغه وویل دوی ته د رارسیدولو راپورونو له امله داعش وسله والې ډلې یاد کورونه له دې امله سوزولې دي چې ادعا يې لرله د وسلوالو طالبانو کورونه وو.

اخوا د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې ځينو سناتورانو اندیښنه وښوده، چې د طالب او داعش وسله والې ډلې له څه مودې راهیسې د شینوارو اوسپین غره ته څیرمه سیمو ته را اوړي او په خپل منځي جګړو کې عام وګړي ماشومان، ښځې او قومي مشران وژني .

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلیمیار وویل، چې به دې اړه تیره ورځ د شینوارو قومي مشرانو هم له ده سره لیدلی وو.

مسلمیار زیاته کړه، ولسي استازو شکایت کوه چې همدا اوس هم د خپلو خپلوانو مړو په ښخوولو نه دي برلاسي شوي او د کوچنیانو او ښځينه و جنازې په کورونو کې پرتې دي.

مسلیمارزیاته کړه، چې ډیرشمیرکورنۍ راکډه شوي دي او اوس نه د استوګنې ځای لري اونه هم خواړه.

د مشرانو جرګې رييس په امنیتي ځواکونو غږوکړ، چې ژرترژره دې د دغو دوو ډلو پروړاندې عملیات پیل کړي او عام وګړي دې د دوی له شر اوظلم څخه خلاص کړي، همدا ډول ښاغلي مسلمیار دا سپارښتنه هم وکړه، چې بې ځایه شويو کورنيو سره دې مرسته وشي.

تردې وړاندې د ملي امنیت لوی ریاست ویاند خبري غونډې ته ویلي وو، چې په ننګرهارکې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو او د دوی د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د دا عش ځینې مشرانو په ګډون ۶۰ تنه وسله وال وژل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام