د ننګرهار د بټيکوټ ولسوالي پر یوشمېر سیمو د طالبانو ډلهییز برید کې دواړو لوریو ته مرګژوبله اوښتې ده.
وسلهوالو طالبانو تېره شپه د بټيکوټ ولسوالي په امبارخانې، لاچپور، لواړتۍ او نواقلو سیمو کې د ولسي پاڅونوالو پر پوستو ډلهییز بریدونه وکړل چې د پاڅونکوونکیو او افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، یادې جګړې د سهشنبې تر سهاره دوام وکړ چې پهکې د طالبانو د ځايي قوماندان حیران په ګډون ۲۹ طالبان ووژل شول.
د خوږیاڼي په وینا، پېښه کې ۱۳ ولسي پاڅونوال هم وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
خوږیاڼی وايي، سیمې ته د تازه دمو افغان ځواکونو له رسېدو سره سم طالبان پر شا تمبول شوي او ګډو ځواکونو د طالبانو خلاف چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
د والي ویاند زیاتوي، د جګړې پرمهال ګڼ طالبان ټپیان شوي او یوه اندازه وسلې یې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په ورته وخت کې د بټيکوټ ولسوالي یوه اوسېدونکي خاکسار سلاموطندار ته وویل، د تېرې شپې جګړه کې ۸ سیمهییز پولیس او له ۲۰ دېر طالبان وژل شوي دي.
د بټيکوټ ولسوالي یوه پاڅونوال د ټیلیفون پر لیکه د نوم او غږ نه خپرولو په شرط سلاموطندار ته وویل، اوس سیمې ته ګډ ځواکونه ور رسېدلي او جګړه درېدلې ده. د نوموړي په وینا، په یاده جګړه کې د دوی یو شمېر ملګري او ګڼ طالبان وژل شوي دي.
هاخوا وسلهوالو طالبانو په یوه پیغام کې ادعا کړې چې تېره شپه یې د ننګرهار د بټيکوټ ولسوالي بېلابېلو سیمو کې پر حکومتي پوستو بریدونه کړي چې درنه مرګژوبله یې هم ور اړولې ده.
طالبانو خپلو کسانو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نهدي ویلي.
د ننګرهار په بټيکوټ کې د سیمهییزو پولیسو تر څنګ، ولسي پاڅونوال هم د خپلو سیمو د ساتلو لهپاره څو میاشتې وړاندې وسلې واخیستې او د وسلهوالو طالبانو پروړاندې جګړه کوي.