د افغانستان د نفتي توکو او اوبلن ګازو تصدۍ چارواکو د کلني ریپوټ خپرولو پرمهال وویل، ۱۳۹۵ کال کې یې په مالي برخه کې ډېرې ستونزې درلودې؛ خو بیا یې هم د تېر کال په پرتله په عوایدو کې ۳ برابر زیاتوالی او په لګښتونو کې ۶۵ میلیونه افغانۍ کموالی راغلی دی.
د نفتي توکو او اوبلن ګازو تصدۍ رییس ولید تمیم وايي، د ډېټابیس سیستم له فعالېدو مخکې په هرو دوو میاشتو کې دوی ۴ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کول؛ اوس د دغه سیستم په فعالېدو په دوو میاشتو کې دغه عواید ۱۱،۷ میلیونه افغانیو ته لوړ شوي دي.
ولید تمیم وویل، د تیلو په هر پمپ یې د تیلیفون شمېرې او برېښنالیک لګولي او دا ټول په ډیټابیس کې ثبت دي؛ که چېرې کوم څوک سرغړونه وګوري سمدلاسه دې دوی ته زنګ ووهي او د دوی ګرځنده ډلې به ډېر ژر د ستونزې حل په موخه وروسېږي.
تمیم زیاته کړه، په ټوله کې افغانستان ته د وارد شویو نفتي توکو اندازه له ۳۰ میلیونو متریک ټنه زیاته ده، چې شاوخوا ۳۵ سلنه دغه نفتي توکي له ایرانه وارد شوي دي.
ولید د واردېدونکو نفتي توکو سمه څارنه او په اداره کې د پام وړ بدلونونه د دغو پرمختګونو لاملونه بولي. دی وایي، د تیلو له ۸ پمبونو یې ۱۵۹ سلنه عواید ترلاسه کړي دي.