کابل کې د افغانستان میډیکا موسسې او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون «د ښځینه معایناتو قربانیانو لهپاره د عدالت» په نامه غونډه کې د دې بنسټ چارواکيو د نجونو د بکارت ازموینې د څلوېښتو موردونو له ثبتولو خبر ورکوي.
د افغانستان میډیکا بنسټ چارواکیو په وینا، دغه قضیې ډېرې په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې ثبت شوېدي.
په ورته وخت کې د بشري حقونو کمېسیون مشره سیما ثمر وايي، په جبري توګه د نجونو د بکارت ازموینه د جرم له اثبات سره مرسته کوي؛ خو دغه معاینه ښځو ته عملاً یو ډول سپکاوی دی.
د افغانستان د عدلي علومو موسسې مشر اشرف بختیاري د نجونو د بکارت ازموینه جرم بولي او وايي چې وینه بهېدل هېڅکله هم د ښځې پر پاکوالي دلالت نهکوي او د وینې نه بهېدل هم د ښځې د ناپاکۍ ثبوت نهشي کېدلی.
د ښاغلي بختیاري په وینا، د بکارت پرده بېلابېل ډولونه لري چې ځېنې مهال ممکن په لومړۍ جنسي اړیکه کې وینه ونه لیدل شي.
دی دا فرهنګي او ټولنیز باورونه لا هم لوېدلی فکر ګڼي چې د وینې تلل د باکرهتوب لهپاره دلیل او باکرهتوب هم د یوې ښځې د پاکوالي نښه وشمېرل شي.
دا داسې مهال ده چې پولیس هم ځېنو مواردو کې د جرم د کشف له صلاحیته په ګټې اخیستلو کومې ځوانې نجونې چې په غیراخلاقي چلند تورنې وي؛ نیسي او د بکارت پردې طبي معاینې لهپاره یې عدلي طب ته معرفي کوي.
د کابل نهمې امنیتي حوزې پولیسو هم یوه مکتوب کې د دې حوزې تر پوښښ لاندې سیمو کې د نجونو د بکارت په ازموینې بندیز لګولی او ویلي یې دي، که څوک دې موضوع ته پام ونهکړي؛ قانوني چلند ورسره کېږي.
د هېواد د جزايي کوډ په ۶۴۰ ماده کې هم د بکارت جبري ازموینه جرم ګڼل شوې او عامې روغتیا وزارت هم ټولو روغتونونو ته د مکتوب په استولو سره ویلي چې د دغه ډول ازموینې له کولو ډډه وکړي.