د ناټو پخوانۍ نظامي هډې ته ۴ سوه روږدي کسان ور وړل شوي دي

 

د عامې روغتیا وزارت د چارواکو له خوا تېره (دوشنبه) ورځ شاوخوا ۴۰۰ پر نشو روږدي کسان په کابل ښار کې را ټول او د درملنې له پاره فنیکس روغتون ته یوړل شول.

فنیکس په پلازمېنه کابل کې د بهرنیو ځواکونو تر ټولو لویه نظامي هډه وه، چې شاوخوا میاشت مخکې د ولسمشر اشرف غني په حکم د روږد کسانو له پاره د درملنې په مرکز بدله شوه.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د پل سوخته له سیمې پر نشه یې توکو د روږدو کسانو د لېږدولو پر مهال رسنیو ته وویل، چې ټاکل شوې ده، په نورو ولایتونو کې هم د روږدو کسانو په را ټولو کار پیل کړي.

فیروز زیاته کړه، چې د روان کال د جدي میاشتې تر ۱۵ مې نېټې پورې به دغه مرکز ته ۱۰۰۰ تنه پر نشه یې توکو روږدي کسان د درملنې له پاره ور وړي.

دی وايي، چې پر نشو د اخته کسانو د درملنې له پاره ټول وسایل او مکانات برابر شوي دي.

ځېنې نشه یان د وړلو پر مهال خوښ وو او ځېنې نورو بیا ویل، چې دوی په نشه روږدي نه دي او په دې بهانې یې له درملنې ځان ژغورلو.

چارواکو وویل، چې د غو کسانو ته به د درملنې تر څنګ د حرفه یې زده کړو زمېنه هم برابره کړي، چې بېر ته نشه یې توکو ته مخه نه کړي.

د رسمي شمېرو له مخې په ټول هېواد کې له یو میلیون زیات کسان په نشه روږدي دي، چې له دې ډلې ۳۵۰ زړه یې په هروییونو او تریاکو اخته دي.

هر کال له ۳۵۰ زرو ډالر زیاتې پیسې د روږدو کسانو په درملنه مصرفیږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام