د نامنظمې کډوالۍ پايلې؛ وهل‌ډبول، ځورول، سپکاوی او تش لاس بېرته هېواد ته را ګرځېدل

فضل‌خان چې د بغلان ولایت اوسېدونکی دی، څو کاله وړاندې یې د اقتصادي ستونزو له کبله نامنظمه کډوالي کړې، خو هیلې یې پوره نشوې.

دی وايي، همدا چې له ۱۲م ټولګي فارغ شو، ځینو نورو ملګرو سره په ګډه یوه اروپايي هېواد ته په نامنظمې کډوالۍ روان شو، ترڅو اقتصادي وضعیت یې بدلون وکړي.

فضلخان د خپل سفر په اړه وویل، قاچاقي سره تر خبرو وروسته هوکړې ته ورسېدل چې دوی ترکیې ته د نامنظمې کډوالۍ له لارې ورسوي.

ده وویل، د قاچاقي په لارښوونه یې خپلو ۲۰ نورو ملګرو سره بغلان نه لومړی کابل او ورپسې کندهار ته سفر پیل کړ چې په درېیمه ورځ پاکستان ته ورسېدل.

د هغه په وینا، پاکستان نه د تېرېدو لاره کې یې ډېرې ستونزې ګاللې دي.

فضلخان او ملګري یې د پاکستان خاوره کې ۸ ساعته غرو او درو کې پیاده تګ کوي چې وروسته د پاکستاني پولیسو دام کې لوېږي.

فضل‌خان وايي، پاکستاني پولیسو یې د پیسو، ټلیفونونو او نورو توکيو تر اخیستو وروسته بېرته خوشې کوي او په لوږه او تنده د ایران په لوري روانېږي؛ خو لا یې ۳ ساعته مزل نه وي کړی چې د ایراني پولیسو لاس ته لوېږي او له وهلو، ډبولو، ځورولو او ډېرو نورو ستونزو تېرولو وروسته، تش لاس بېرته خپل هېواد ته را ګرځول کېږي.

د فضلخان په وینا، د سفر لپاره یې پیسې چې په پور اخیستې وې او نورو ملګرو یې چا موټر پلورلی و او چا هم کور په ګروي ورکړی و، تراوسه بېرته نه دي ورکړي.

خو فضل‌خان اوس د اقتصاد پوهنځي کې لوړې زده‌کړې کوي او له نورو هیوادوالو غواړي چې هېڅکله هم په نامنظمې کډوالۍ سفر او د قاچاقيانو په خبرو باور ونه کړي.

په همدې حال کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو وزارت مرستياله حلیمه وايي، له بېلابېلو لارو یې د نامنظمې کډوالۍ مخنیوي لپاره هڅې زیاتې کړي.

هغې وویل، د انسان قاچاقي ډېری مواردو کې د ماشومانو، ځوانانو او د مېرمنو له اړتوبه ناوړه ګټه پورته کوي چې دوی د رسنیو له لارې د عامه پوهاوي ورکولو پروګرام پیل کړی او تر ډېره ګټور هم دی.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو وزارت مرستياله زیاتوي چې یوه تر ټولو مهمه ستونزه دا ده چې ډېری ځوانان او کورنۍ د هغو هېوادونو قوانینو په اړه معلومات نه لري چې کډوال مني.

په ورته وخت کې د کډوالۍ معلوماتي مرکز سلاکاره فریحه جبارخېله وايي، د نامنظمې کډوالۍ په برخه کې د اروپايي ټولنې په همکارۍ عامه پوهاوی ورکوي او کوم کسان چې نامنظمه کډوالي کوي، د زیانونو او خطرونو په اړه یې خبروي.

هغې وویل، پوهنتونو، ښوونځیو او ادارو کې یې د پرېزنټیشن او ټولنیزو شبکو له لارې د نامنظمي کډوالۍ د ناوړه پایلو په اړه خلکو ته معلومات وړاندې کړي، ترڅو د ناقانوني کډوالۍ پر ځای له منظمو لارو خپل هدف ته ورسېږي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو وزارت د شمېرو له مخې، روان کال کې شاوخوا ۴ سوه زره کډوال بېلابېلو هېوادونو نه په ځانګړې توګه ایران نه خپل هېواد ته ستانه شوي، خو له ۲۰۰۲م کال راهیسې د بېرته راغلو کډوالو شمېر څه باندې ۱۰ میلیونو ته رسېږي.

سره له دې چې کورنیو او نړیوالو بنسټونو دغو کورنیو سره د هستوګنې او نورو برخو کې یو لړ مرستې کړي، خو دغه کورنۍ لاهم ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د یادونې ده چې افغان حکومت تازه ایران سره هوکړه کړې، څو هغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته د سفارت له لارې د افغانستان د تابعیت پېژندپاڼې او پا سپورټونه ورکړل شي او پر بنسټ به یې ایران کې قانوني اسناد ترلاسه کوي چې له مخې به یې د ناقانوني تګ راتګ مخه ونیول شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام