د میوند اتلان او شاهین اسمايي د فوټبال غوره لیګ اتلولۍ له پاره لوبېږي

دواړو لوبډلو خپلو سیالانو سیمرغ البرز او موجهای امو لوبډلو ته په تګ او راتګ پړاو نیمه پای لوبو کې ماتې ورکړې او د افغانستان ۵ م پړاو فوټبال غوره لیګ سیالیو (فاینل) لوبې ته لاره پیدا کړه.

د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، په ننني راتګ پړاو دوه یمې نیمه پای لوبه کې د میوند اتلانو لوبډلې موجهای امو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د میوند اتلانو لوبغاړیو له ښې لوبې وروسته د عبدالمنان او فیض فیضي د ښو ګولو په وهلو سره بریا ترلاسه کړه.

په دې بریا سره د میوند اتلانو لوبډلې په تګ او راتګ پړاو نیمه پای لوبو کې بریاوې ترلاسه کړې او د شاهین اسمایي فوټبال لوبډلې پر خلاف یې د اتلولۍ ګټلو له پاره فاینل ته لاره پیدا کړه.

دا لومړی ځل دی، چې د میوند اتلانو فوټبال لوبډله د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کوي.

له دې مخکې په لومړي تګ پړاو نیمه پای لوبه کې هم د میوند اتلانو لوبډلې همدې موجهای امو لوبډلې ته ۳ د ۲ ګولونو پوپیر ماته ورکړې وه.

دغه راز شاهین اسمایي لوبډلې بیا د تګ پړاو نیمه پای لوبه د سیمرغ البرز خلاف ګټلې وه؛ خو د راتګ پړاو لوبه یې وبایلله او په زیاتو ګولونو سره لومړۍ لوبډله وه، چې د ریکارډ څلورم ځل له پاره یې دروانو سیالیو فاینل ته لاره پیدا کړه.

ټاکل شوې ده، دروانو ۵ م پړاو افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو کې د درېیم مقام ګټلو له پاره د روانې سپټمبر میاشتې پر ۲۹ مه نېټه سیمرغ البرز له موجهای امو سره لوبه وکړي.

دغه راز د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د همدې میاشتې پر ۳۰ مه نېټه د جمعې پر ورځ په (فاینل) لوبه کې د میوند اتلان لوبډله شاهین اسمایي فوټبال لوبډلې سره د اتلولۍ ترلاسه کولو په موخه په کابل (ګول) پروژې فوټبال لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ووځي.

د افغانستان فوټبال غوره لیګ په روانو سیالیو کې د هېواد د ۸ زونونو منتخبو لوبډلو برخه اخیستی وه، چې په ۲ ګروپونو کې ولوبېدلې.

د روان فصل په سیالیو کې د اباسین څپې، دفاعي اتله د سپین غر بازان، طوفان هریرود او عقابان هندوکش هغه لوبډلې وې، چې دویم پړاو ته په رسېدو کې پاتې راغلې.

د هېواد فوټبال غوره لیګ سیالۍ د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۲ کال کې په (کابل) کې پیل شوې، چې طوفان هریرود د لومړي پړاو ، شاهین اسمایي د دویم او درېیم پړاو او د سپین غر بازان لوبډله بیا د تېر کال اتله وه.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام