د مهسا د قتل دوسیه محکمې ته وسپارل شوه

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د مهسا د قاتلانو په اړه د دوی ادارې خپلې پلټنې بشپړې کړي او نن یې دوسیه محکمې ته وسپارله.

د ښاغلي رسولي په خبره، په‌دې دوسیه کې د نور پرمختګ له راتګ نه وروسته به جزیات له ولس سره شریک کړي.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ د راپور پر بنسټ، په وروستیو درېیوو کلونو کې د انسان‌تښتوونې ۵۷۴ پېښې پلټل شوي او په اړه یې یو زر او ۳۳ تنه کسان نیول شوي. د دې رقم ۴۹۴ دوسیې د تېرکال دي چې په اړه یې ۲۳۸تورن کسان نیول شوي‌. د یو زر او ۳۳ تنو له ډلې ۳۷تنه په اعدام، ۴تنه له ۲۲ نه تر ۲۸کالو بند او ۵۹ تنه نور په ۲۰ کاله بند باندې محکوم شوي‌دي.

مهسا نږدې یوه میاشت مخکې د کابل ښار له ۳۱۵ سیمې تښتول شوې‌وه.

تښتوونکیو یې د خوشې کولو په بدل کې ۳۰۰ زره ډالر غوښتل؛ خو کله یې ـ چې امنیتي ځواکونه د خوشې کولو له‌پاره لاس په‌کار شولـ د مهسا تښتوونکي نوموړې وژلې وه. په‌ همدې تور دوې ورځې وروسته د هغې دوه قاتلان ونیول شول چې په خواله رسنیو کې ورته د اعدام د جزا غوښتنه وشوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام