د ملي دفاع وزارت: شاوخوا ۱۴۰۰ منسوبین له دندې ګوښه شوي‌دي

د افغانستان د ملي اردو له فساد سره د مبارزې او رڼښت ځانګړي کمېسیون مسوولین وایي، چې دغه کمېسیون د خپلې کاري دورې د پیل راهیسې د ملي دفاع وزارت پر فساد تورن یو زرو ۳۹۴ منسوبین له دندو ګوښه کړيدي.

د ملي دفاع وزارت د استخباراتو او استراتیژیکو چارو مرستیال او د ملي اردو له فساد سره د مبارزې او رڼښت ځانګړي کمېسیون رییس جنرال هلال الدین هلال، نن سه‌شنبې د (مارچ پر ۲۸مه) په کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې دغه کمېسیون د تېر کال د تلې میاشتې راهیسې د ملي دفاع وزارت دغه شمېر منسوبین د پوځي قوانینو د نقض پر تور له دندو ګوښه کړي او دوسیې یې عدلي او قضایي بنسټونو ته استول شويدي.

ښاغلی هلال زیاتوي، چې له دندې ګوښه شوي مسنوبین د ملي دفاع وزارت ملکي او پوځي کارکوونکي دي.

د هغه پر وینا، پهدغو کسانو کې د ملي دفاع وزارت ۹۴۶ افسران، ۲۳۰ معتمدان او محاسبین، ۲۰۹ د قراردادونو امران او ۲۶ تنه هم د ورکشاپ امرین شامل دي.

هلال همدارنګه وایي، چې د فساد ځېنې نورې قضیې هم د دغه کمېسیون تر څېړنې لاندې دي.

د ښاغلي هلال پر وینا، د فساد یو ۳۴۲ بېلابېلې جزایي دوسیې چې ۲ زره او ۴۳ مظنون په‌کې شامل دي؛ د څېړنې لاندې دي.

هلال وایي، چې د ۱۱۰۷ تنو افسرانو او بریدملانو او د ملي اردو د ځواکونو دوسیې چې د ملي اردو د اعاشې په خوړلو، دوکه ورکولو، فساد او د وسلو په پلورلو تورن دي د دفاع وزارت په حقوقي برخه کې تر څېړنې لاندې دي

د ملي اردو د روڼوالي د ځانګړي کمېسیون د مسوولانو پر وینا، د ۱۴۱ په فساد ککړو منسوبینو دوسیې د څېړنې لهپاره له فساد سره د مبارزې څارنوالۍ ته لېږل شوې‌دي.

دغه کمېسیون د ۱۳۹۵ کال د تلې په میاشت کې د ملي اردو د کمزوریو د ارزولو او حل لارو پیداکولو پهپار جوړ شوی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام