د ملي تدارکاتو کمېټه کې چارې د ۲۰ ورځو پرځای ۶ میاشتو کې خلاصیږي

د ولسي جرګې مالي او بودیجوي کمېسیون وايي، د ملي تدارکاتو کمېټې د تدارکاتي چارو مراحل لا غځولي او دا چاره د رڼښت نه شتوالي لامل شوې.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون منشي انجینیر کمال صافي سلام وطندار ته وویل، د تدارکاتو پروسه ځنډنۍ، ډېره مرکزي شوې او په چارو کې بشپړ رڼښت موجود نه دی.

دی وايي، څرنګه چې چارې د بیاځلي کتنې له‌پاره د ولسمشر په مشرۍ د تدارکاتو ملي کمېټې ته ورځي؛ له دې امله اجرایوي کارکوونکي له ستونزې د ځان خوندیتوب له‌پاره په اسنادو او قراردادونو زیات وخت تېروي.

کمال صافی وايي، د تدرکاتو کمېټه د دې پرځای چې دوسیې او قراردادونه په ۱۵ یا ۲۱ ورځو کې خلاص کړي په نورمال ډول له ۶ تر ۸ میاشتو وخت نیسي.

د اجرایوي ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل

په همدې حال کې د اجرايوي ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل سلام وطندار ته وویل، د تدارکاتو په ملي کمېټې کې د چارو ځنډ له کبله یو شمېر دولتي ادارې هم شکایت کوي او د وزیرانو شورا په اقتصادي کمېټې کې د تېرې دوشنبې په ورځ اجرایوي رییس په رڼښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، باید دغه پروسه را لنډه شي.

د تدارکاتو کار له دې مخکې د پخواني ولسمشر د حکومت په دوره کې مالیې وزارت پورې اړوند و، خو د اوسني ولسمشر په راتګ د تدارکاتو قانون کې تعدیل راوستل شو او د تدارکاتو کارونه یې د یوې ملي کمېټې په چوکاټ کې د ولسمشر غني ترمشري لاندې راټول کړل.

د راپورنو پر بنسټ د ولسمشر غني په مشرۍ د تدارکاتو په ملي کمېټې کې د فساد مخنیوي شوی؛ په ځانکړي ډول د ملي دفاع وزارت په قراردادونو کې په میلیونو پيسې سپما شوي او د سرتېرو د معاشونو زیاتوالي په موخه بودیجې ته داخل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام