د فاریاب ولایت یوې امنیتي سرچېنې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وايي، د ملياردو شپږم کنډک د حکومت په امر د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ پرېښې ده؛ خو میمنې ښار ته د ګرځېدو پرمهال د قیصار ولسوالۍ د چیچکتوي بازار په سیمه کې د طالبانو له لورې له څلورو خواوو محاصره شويدي.
سرچینه زیاتوي، طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پرمخ په تیږو باندې سړک بند کړیدی او دواړو لوریو ته د جګړې په پایله کې درنه مرګژوبله اوښتې ده؛ خو سرچینه وايي چې تر اوسه د ملي اردو له ۱۰ ډېر سرتېري وژل شوي او طالبانو ته هم درنه مرګژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي چې یو ټانک او دیسي توپ چې د طالبانو لاس ته ورغلي وو؛ د الوتکیو په بمباریو کې له منځه تللي دي او پر دې سربېره ۲۴ طالبان وژل شوي او ټپيان شويدي.
دا پهداسې حال کې ده چې پرون د فاریاب امنیتي چارواکیو او د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویلي وو چې په راتلونکیو ۲۴ ساعتونو کې به له غورماچ ولسوالۍ نه د ملياردو سرتېرې ووځي.