د کرکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې، د پرون ورځې په لومړۍ لوبه کې پکتیا ننګرهار ته او کندهار کندوز ته ماتې ورکړه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د دې سیالیو لومړۍ لوبه په زرملوال لوبغالي کې د کندهار او کندوز لوبډلو ترمنځ وشوه.
د کرکټ بورډ خبرپاڼه زیاتوي، چې کندوزۍ لوبډله په ۳۱ اورونو کې په ۱۲۳ منډو وسوځېده او کندهار بیا دغه هدف په ۲۹ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ.
د کندهار له خوا رحیم په ۷۱ منډو جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړې اعلان شو.
دغه راز په دویمه سیالۍ کې سلیم کاروان لوبغالې د ننګرهار او پکتیا دلوبې کوربه وو.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې سیالۍ کې په لومړي وار کولو سره د فطرت د سلیزې په مټ د ۹ لوبغاړو په سوځېدو په ۵۰ اورونو کې ۲۹۶ منډې جوړې کړې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د پکتیا لوبډلې د هدف ترلاسه کولو په موخه ښکلې لوبه وکړه او ټاکل شوی هدف یې د رحمت سهاک ۱۲۴ او یونس احمدزي د ۱۰۲ منډو په مټ په ۴۴ م اور کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ.
دلوبې په پاې کی رحمت سهاک په سلیزه د لوبې غوره لوبغاړې اعلان شو.
د یادونې وړ ده، چې د روانو سیالیو په دوام نن په دویم ګروپ لوبو کې ننګرهار له پروان سره او پکتیا له کندز لوبډلې سره لوبه وکړه.
په دې سیالیو کې د هیواد د لسو مخکښو ولایتونو منتخبې لوبډلې برخه لري، چې په ۲ ګروپونو ویشل شوي دي.
د سیالیو په لومړي ګروپ لوبو کې لغمان او کابل د زیاتو امتیازونو په اخیستلو سره د روانو سیالیو (سیمي فاینل) پړاو ته لاره پېدا کړه.