د مصالحې شورا پر مشرتابه پلاوي بحث د حکومت لومړیتوب نه‌دی

د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داوودزي نن کابل کې خبري غونډې ته وویل، اوسمهال د مصالحې شورا مشرتابه پلاوي په اړه بحث ـ چې له طالبانو سره د سولې مرکچي پلاوی غوره کړي ‎ـ د حکومت لومړیتوب نه‌دی.

ښاغلی داوودزی زیاتوي، د مصالحې شورا مشرتابه پلاوي تر اوسه درې رسمي غونډې کړي؛ خو په غونډو کې د شورا غړیو ترمنځ د نظر یووالی نه‌و.

د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس وايي، دامهال د حکومت ټول تمرکز د سولې مشورتي لویې جرګې په جوړېدلو دی چې له جوړېدلو وروسته د سولې په اړه د حکومت دریځ معلومېږي.

په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه‌حسین مرتضوي سلام‌وطندار ته وايي، هغه مهال به حکومت قطر ته پلاوی ولېږي چې د افغان ملت ملاحظات ومنل شي.

ټاکل شوې‌وه چې په قطر کې د بین‌الافغاني سولې غونډه د روانې زېږدیزې میاشتې له ۱۹نه تر ۲۱نېټې وشي؛ خو د قطر حکومت له لوري لغوه شوه. افغان‌حکومت د دې غونډې له‌پاره ۲۵۰کسیز پلاوي نوم‌لړ ټاکلی و.

ورته مطالب:

اتمر او نبیل د سولې مشورتي لویه جرګه تحریم کړه

عبدالله د سولې په مشورتي جرګه کې ګډون نه کوي

د سولې مشورتي لویه جرګه د راتلونکي کال د غوايي پر ۹مه جوړېږي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام